سکول کې د بدفعلی په تور نیول شوي مولانا عطا الله مروت عدالت کې د ضمانت درخواست جمع کړو

د ټی این این د راپور په اساس طلباؤ سره جنسي تيري کولو او سکول کښي بدفعلئ په تور نيولي شوي د پيښور پرائيويټ سکول پرنسپل عدالت کښي د ضمانت درخاست جمع کړے دے۔ ايډيشنل اينډ سيشن جج ياسر شاه درخاست باندي سماعت د زيارت ورځي پوري ملتوي کړے او متعلقه تهانړي نه ئي په دي اړه ريکارډ غوښتي دے۔ پوليس ترمخه ملزم عطا الله مروت باندي توردے چي حيات آباد کښي به ئي خپل نجي سکول کښي طالبعلمانو او طالباتو سره جنسي تيري کولي او ويډيوز به ئي ورله جوړولي۔ پوليس وائي چي عطا الله مروت ئي څو ورځي وړاندي د يوطالبعلم په شکايت ګرفتارکړے دے۔ پوليس وائي چي ملزم پرنسپل عطآلله مروت د تفتیش په محال اعتراف کړے چې فیز ون کښې حیات آباد چلډرن اکیډمې په نوم دغه سکول به ئي د شپې په وخت باقاعده توګه د بدکارې مرکز په هیڅ استمالولو. پرنسپل دا اعتراف هم کړی چې سکول کښې به ئي په پټه د طالباتو غلطې ویډیوګانې جوړولو سره د هغوې والدینو ته استولې او بلیک میل کولو سره به ئي ترې پيسې اخستې.

مولانا عطالله په اسلامیاتو کې ماسټری کړې او د تبليغي جماعت امیر هم دی او د مولانا طارق جمیل په نیزدې ملګرو کې شمارل کيږي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.