شاهسوار وايي نور يې د “تبليغ” په توبو توبه ده
د پښتو ډرامو ادارکار او سندرغاوي شاهسوار وئيلي چې يو ځل بيا د سندرې وئيل پېل کوي.
شاهسوار دا څرګوندونې په يو ويډيو کې څه داسې کړي چې د دوه کالو راهسې يې تبليغ کولو خو چا ورسره هيڅ مالي مرسته ونکړه, ژوند يې مشکلاتو سره مخ دای نو ځکه خپل
.هنر بيا پېل کوي
د شاهسوار په وينا چې دوه کاله يې تبليغ کې تير کړل خو هيڅ ښه ورځ يې ونه ليده. هيڅ کوم ملکرو يې مالي مرسته ونکړه.
شاهسوار وايي هغه د دوه اولادونو پلار دی, د تبليغ د لارې نشي کولای د هغوي ساتنه وکړي نو ځکه بيرته د خپل هنر ميدان ته راځي.
د شاهسوار دغه ويډيو په حواله رسنيو کې خپره شوې ده او خلکو هغه ته بيرته د هنر ميدان ته په راتګ هرکلی کړی دی.