شيخ حسينه واجد د ملګرو ملتونو د روهنګيا خلک بيرته ته په حفاظت سره ستنولو غوښتنه وکړه
بنګله دیش د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې د غونډې په ترڅ کښې میانمار ته د روهینګیا مسلمانانو د ستنولو لپاره د دغه سازمان تر حفاظت لاندې یوې امنې سیمې د جوړولو غوښتنه وکړه.
د بنګله دیش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د میانمار حکومت دې بې له هیڅ قید او شرطه د روهینګیا مسلمانانو خلاف تشدد او په راخین ولایت کښې قومي پاکونه بنده کړي، له ملګرو ملتو وغوښتل چې د میانمار د کډوالو د کړکیچ د هواري لپاره فوري اقدامات غوره کړي.
هغې همداشان د ملګرو ملتو له سرمنشي وغوښتل چې د خپلو مفتشانو یو پلاوی زرترزره میانمار ته ولیږي څو په دغه هیواد کښې د بودائي افراطیانو په وړاندې د ټولو دینونو او قومونو ښاریز خوندي شي.
د بنګله دیش وزیراعظمې له بنګله دیشه میانمار ته د روهینګیا ګډوالو په ستنیدو باندې په ټينګار سره له ملګرو ملتو وغوښتل چې په میانمار کښې د دغه هیواد ترڅارنې لاندې یوه امنه او خوندي سیمه جوړه شي.