د پُښتون قام د تاريخ هره پاڼه چې اړوې نو د يوهٔ اتل او هيرو نوم به درته خامخا مخې له راځي. د سترو قامونو په لړۍ کې زما پهٔ اند پُښتون قام يو داسې تورزن، اتل، پياوړی او ستر قام دی چې د تاريخ پهٔ اوږدو کې يې ډېرې کمې بېلګې موندی شي. دې قام تر ډېرې مودې د نړۍ د سيالو قامونو سره سم تګ کړی دی او پهٔ هر ډګر کې يې خپل نوم پرېښودی دی. خو لهٔ بده مرغه وروسته وګړو يې د خپل پلار نيکهٔ ګټلی نوم او مقام ونهٔ ساتلی شو او د کور دڼه او لهٔ بهره دسيسو پُښتون اولس د بدبختۍ او خوارې ورځې سره مخ کړل او دغه لړۍ لا دوامداره ده.
د دې قام پهٔ سترو نومونو او اتلانو کې يو اتل او ستر نوم د شيرشاه سوري هم دی. شير شاه سوري د خپلې کورنۍ وړومبی پاچا و. لهٔ هغه نه وړاندې څوک پهٔ دغه کورنۍ کې دغه څوکۍ ته نهٔ ؤ رسېدلی. هغوی هم لکه د نورو اتلانو او سترو خلکو پهٔ څېر د خپل ژوند پهٔ اوږدو کې پهٔ هر قدم او هره دوره کې د ډېرو سختيو او خطرونو سره مخامخ شوی دی.
مګر دهٔ د خپل مرام د ترسره کولو پهٔ لار کې لهٔ دغو ټولو سره پهٔ ډېره حوصله او مېړانه مقابله کړې ده او دغو خطرونو او سختيو ته يې هېڅ اهميت نهٔ دی ورکړی بلکې هر خطر او مشکل چې دهٔ ته پېښ شوی دی، د هغو پهٔ اثر د دهٔ اراده لا ټينګه شوې ده. همدغه د دې غښتلي او پياوړي پُښتون د دغو مېړانو، ټينګ عزم او پخې ارادې او ثبات نتيجه وه چې دی د هند پهٔ تخت کښېناست او پنځهٔ کاله يې داسې پاچاهي وکړه چې د هند خلک يې د نيکمرغۍ او هوسا ژوند سره اشنا کړل.
شيرخان يا شير شاه سوري د سلطان بهلول پهٔ وخت کې د ۱۴۸۶ء شا و خوا د ميا حسن خان کره زيږېدلی او اصلي نوم يې فريد خان دی. لهٔ څهٔ مودې وروسته د شيرخان يا شير شاه سوري نيکهٔ ابراهيم خان سور د متهيخان نهٔ رخصت شو، جمال خان سارنګ خانې ته ورغی او ورسره نوکر شو. جمال خان دهٔ ته د نارنول د پرګنې څو کلي چې د څلوېښتو سپرو جاګير و، ورکړ.
د شيرخان يا شير شاه سوري پلار حسن خان د عُمر خان سرواني ګبور چې د لوی خان لقب يې درلود او د سلطان بهلول نزدې ملګری و، چې د تاتار خان لهٔ مړينې وروسته ورته سُلطان بهلول لاهور ورکړی و، نوکر شو.
لهٔ څهٔ مودې وروسته فريد خان خپل پلار ميا حسن خان ته وويل چې ما د مسند عالي عُمر خان حضور ته بوځه او زما لهٔ خوا ورته عرض وکړه چې فريد خان غواړي چې ستاسو سره نوکر شي او يو مناسب خدمت ورته وسپارل شي. ميا حسن خان خپل زوي فريد خان ته وويل چې تهٔ لا وړوکی يې، څهٔ موده صبر وکړه خو هغهٔ خپلې مور ته وويل. د فريد خان مور ميا حسن خان ته وويل چې دا هلک لهٔ ځان سره عُمر خان ته بوځه. کيدی شي چې هغه د دهٔ خبره وومني او څهٔ مناسب کار وروسپاري.
ميا حسن فريد خان د ځان سره د عُمر خان دربار ته بوتلو او ورته يې وويل چې فريد خان ستاسو سره د نوکرۍ کولو هيله من دی. عُمر خان وويل چې فريد خان لا تر اوسه پورې ماشوم دی، کله چې د خدمت کولو وړ شو نو هله به پهٔ نوکرۍ کې ومنل شي. اوس دې د بلهو کرونده د فريد خان وي. پهٔ دې خبره ميا حسن او فريد خان دواړه ډېر خوشحاله شول او بيرته کور ته راغلو. فريد خان خپلې مور ته دغه ټوله کيسه وکړه.