طالبانو د اته داعش مشرانو سابه ور په مالګه کړل
طالب ډلې د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر مشران نیولي او بیا یې اعدام کړي دي
طالبانو په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی چې د دغې ډلې غړو په فاریاب ولایت کښې د آغا جلیل په شمول د داعش پنځه جګ پوړي مشران نیولي او بیا یې وژلي دي
خبر زیاتوي چې د داعش ترهګرې ډلې دغو مشرانو له فاریاب ولایته د افغانستان په ختیځ کښې ڼګرهار ولایت ته د تګ نیت درلود چې د طالبانو په کمین کښې نیول شوي او بیا یې اعدام کړل
طالبان او د داعش ترهګره ډله تراوسه څو څلې د ڼګرهار په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې له یوبل سره ښکیل شوي دي او په دغو نښتو کښې د دواړو لورو په لس هاو کسان وژل شوي دي