طالبانو د افغانستان په شمال کې په فوځي ځواکونو برید پړه په غاړه اخیستې

افغانستان په شمال مزار شريف کې د افغانستان د فوځي ځواکونو په يو جمات بريد شوې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.

د شاهين رجمنټ په فوځيانو نن د جمعې د مانځه پرمحال په فوځي کاليو کې دوه موټره وسلوالو بريد وکړ.

د رجمنټ ترجمان قهار ارم رسنيو ته وئيل چې وسلوالو يو موټر بم د قول اردو په قراول کې والوځولو او پر جومات کې يې د لمانځه پر مهال پر سرتېرو بريد وکړ. نوموړي زياته کړه، چې بريد تر مازيګر ناوخته پورې روان و، چې له شپږو بريدګرو څخه د پنځه په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېد. د هغه په وينا په دغه بريد کې د فوځ اته نظاميان وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي.

رسنۍ وايي چې په دغه بريد کې چې په دې برید کې ۶۶ سرتیري وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.

د شاهين قول وياند قهر ارام وايي وسلوالولو کسانو چې بریدګر بیا نیغ په نیغه جومات ته ورغلي او پر سرتیرو یې د لمانځه پر مهال ډزې کړې دي.

طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې,

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه بريد د دوى يوشمېر وسله والو کړى او د شاهين قول اردو لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې . هغه ويلي چې لومړى د قول اردو په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې او بيا نور وسله وال قول اردو ته ننوتلي او په جګړه بوخت دي. هغه ادعا کړې،. چې تر سلو زیاتو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.