طالبانو د امريکه دفاع وزير په شتون کې په ايرپورټ بريد, هند فوځيانو راتګ ته لار هواره

امنیتی سرچینو د افغانستان د پائېتخت کابل د هوائی ډګر په خواوشا کښې د وسله والو یرغلګرو او افغان امنیتی ځواکونو ترمېنځ د نښتې خبر ورکړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان په پائېتخت کښې د امریکې د دفاع  د وزیر او د نېټو د عمومی سېکتر له شتون سره په یو وخت د کابل په نړیوال هوائی ډګر باندې له دریو راکټی حملو وروسته وسله وال یرغلګر له دغه هوائی ډګر سره نزدې په یو کور کښې غونډ شول او ډزې یې شروع کړې.

د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل: دغه نښته چې نن ماسپښین شروع شوې وه څو ګینټې وروسته د دریو وسله والو یرغلګرو په وژل کېدو سره ختمه شوه.

هغه زیاته کړه: په دغه نښته کښې یو عامه افغان هم ووژل شول او یولس نور ژوبل شول.

له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلی وو چې د کابل په هوائی ډګر باندې د راکټی حملو له کبله د یوې ښځې په شمول پینځه عامه خلق چې د یوې کورنۍ غړی وو ژوبل شول.

طالب او داعش ترهه ګرې ډلې په بیله بیلو بیانیو کښې د کابل په هوائی ډګر باندې د راکټی حملو ذمه واری په غاړه اخېستې ده.

د امریکې د دفاع وزیر جیمز مېټیس د نېټو له عمومی سېکتر ینس سټولنبرګ سره یوځاے هند ته له یو ورځنی سفره وروسته کابل ته لاړ.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.