طالبانو د حامد کرزئ د لويې جرګې بلنه په کلکه رد کړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کښې په یو خبري کانفرنس کښې وویل: له ستونزو څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره باید دودیزه لویه جرګه راوغوښتله شي.

هغه څرګنده کړه چې دغه غوښتنه یې د یو لیک په ترڅ کښې د افغانستان دولت ته ورکړې ده. حامد کرزي ټینګار وکړ: د طالبانو په شمول ټولې پرګنې باید په دې جرګه کښې ګډون وکړي څو د هیواد د روانو ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې وشي.

حامد کرزي د طالبانو په اړه هم وویل چې هغوي د افغانستان له خلکو څخه دي خو عملونه او کړچارونه یې ترهګر او ټروریسټي دي. هغه زیاته کړه چې د یو لیک په ترڅ کښې یې له طالبانو هم غوښتي دي چې په خبرواترو کښې ګډون ته چمتو شي.

څه موده وړاندې حامد کرزي ملا هیبت الله اخوندزاده ته د یو لیک په ترڅ کښې ویلي دي د طالبانو په ګډون د لوې جرګې جوړیدل کامیابیدلی شي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاندویو د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د لوې جرګې د جوړیدو لپاره د حامد کرزي د وړاندیز په اړه وویل: د یو افغان ښاریز په توګه د پخواني ولسمشر نظر زمونږ لپاره د احترام وړ دی. هر هغه نظر او وړاندیز چې مثبت او رغنده وي او په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدو سره مرسته وکړي مونږ یې هرکلی کوو.

مونږ د لوې جرګې د جوړیدو او په دې جرګه کښې د ګډون لپاره د طالبانو د رابللو په موخه د حامد کرزي د وړاندیز په هکله د ټیلیفون پر مټ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وغوښت چې په ځواب کښې یې راته وویل: ترڅو پورې چې بهرني په تیره بیا امریکايي ځواکونه په افغانستان کښې شتون ولري، هیڅ کومه جرګه او پروسه د امریکې د غوښتنو پرخلاف فیصله نه شي کولی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.