طالبانو د هلمند د چاودنې پړه پر غاړه واخیسته
طالب ډلې د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه ښار د نننۍ ترهه ګرې چاودنې ذمه واری په غاړه واخېسته د طالب ډلې یو ویاند قاری یوسف احمدی نن دې ته په اشارې سره چې د لشکرګاه د حملې ذمه واره دغه ډله ده په دغه حمله کښې د عامه خلقو وژله رده کړه او وې ویل د افغان ملی امنیت یوازې یو تن په دغه حمله کښې وژل شوے دے.
د طالب ډلې ویاند په داسې حال کښې په دغه حمله کښې د عامه خلقو وژله ردوی چې د هلمند پولیسو او والی وویل چې وژل شوی کسان اکثر عامه خلق دی.
د ویلو ده چې په دغه حمله کښې د رپوټونو له مخې پینځه دېرش تنه مړۀ او پینځه اویا نور ژوبل شوی دی.