طالبانو د يو څو روپو په خاطر د جبار قهرمان ژوند واخيستو
عبدالجبار قهرمان په انتخاباتي دفتر کښې د چاودنې له امله،د ولسې جرګې برحاله وکیل او اوسنی نامزد جبار قهرمان شهيد کړل شو
د اففانستان د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل چې دغه پیښه نن سهار د ۹:۳۰ دقیقو په شاوخوا کښې ددغه نامزد په کور کښې چې ټاکنیز دفتر یې هم و رامنځته شوي ده.
د نوموړې پر وینا،په دغه پیښه کې جبار قهرمان خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور کسان هم مړۀ يا ژوبل شوي دي.
د قهرمان جسد لېږه شيبه مخکې کابل ته منتقل کړل شو او سبا به خاورو ته وسپارل شي.
د دغې پېښې پړه طالبانو پرغاړه اخيستې.
په ټولنيزو رسنيو کې د جبار قهرمان په وژنه غم او غصه ښودل شوې.