طالبانو په بګرام کې ملکی وګړو او عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې, ځانمرګی بمبار هم هلاک شوی

په بګرام کښې طالبانو پر امریکايي ځواکونو ځانمرګی برید کړی چې د ملکی وګړو په ګډون کابو شلو تنو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په رالیږلي خبر کښې مدعي شوی چې نن مازدیګر شپږ بجې بګرام هوايي ډګر په دریمه دروازه کې په راټولو شوو امریکايي نیواکګرو عسکرو ځانمرګی برید ترسره شو.

هغه زیاتوي چې یاد برید د طالبانو ډلې د کاپیسا ولایت اوسیدونکي محمدادریس لخوا د موټر سايکل په مټ چې خورا درانه چاودونکي مواد په کې ځای پرځای شوي وو ترسره شو.

د طالبانو د ویاند په ادعا د ابتدايي معلوماتو په اساس په دغه انتقامي  برید کې ترشلو پورې امریکايي عسکر مړه ژوبل شوي دي.

په افغانستان کښې دیره د امریکې ځواکونو قومندې یا نورو خبري سرچینو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.