طالبانو په هلمند کې په جماعت کې چاودنه کړې, انسانان او قرانونه ګډ سره شهيدان کړي

دافغانستان د هلمند  د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی په همداوروستیو کې خبریالانو ته وویل ،دغه برید نن له غرمې مخکې کابویولس بجې شوى دى.

هغه وئیلی ، نن د ملی اردو نوبت وو چې بانک کې  پرسنل خپل معاشونه ،چې  دافغانستان دښمنانو پرې ځانمرګى برید  کړی چې  یو شمیر مرګ ژوبلې ئې اړولی دی  البته  دقیق شمیر نه دی ترلاسه شوی ، او د دغه برید له ا مله  رحمانی جومات اوورسره مدرسه هم زیانمنه شوې ده او قرانونه شهيدان شوی  

داپه داسې حال دي چې دطالبانویوه ویندوی قاری یوسف احمدي   د دغه برید پړه په غاړه په اخستو سره  ادعا کړې  چې په دغه برید کې ئې دیو شمیر پوځي قوماندانانوپشمول  کابو ۵۲افغان  عسکروژلي او په لسګونو نور ټپیان کړي اود غه راز ئې  دهغوی هلته دریدلي   ۹ ټانکونه او ۳ ګاډي هم تباه کړي دي  .

خو له کندهاره زمونږخبریال راپورراکړ دهلمند دوالی ویندوی عمرځواک  وئيلی دي  چې په دغې حملې  دخبر ترمخابیره کیداپورې پنځه کسان وژل شوي ا و پنځه ویشت نور ټپیان شوي دي . وئيل کیږي چې په  مړو اوټپیانو کې ځيني میرمنې هم ترسترګو کیږي ،خو کتونکو وئيلی دي چط  ممکنه ده  مرګ ژوبلې  له دې ډيرې زیاتې وي

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.