طالبان او د داعش ډله په جوزجان ولايت د افغان وژنې د پاره سره يؤ شوې

طالبانو او د داعش ترهګرې ډلګۍ د افغانستان په غور ولایت کښې د یوې بلې بیعت کړی.

د غور د ولایتی شورا مشر فضل الحق احسان وویل:د طالبانو شیخ الندا نومی قومندان د غور ولایت د فیروز کوه د شمال په رغسکن سیمې کښې د داعش ډلګۍ د قومندان شاه ولی بیعت کړی.

تر دې وړاندې طالبانو او داعشیانو د خپل مینځی اختلافاتو په خاطر په غور ولایت کښې د یوه بل پر ضد زیات خونړی جنګونه کړی چې په نتیجه کښې یې د دواړو لورو ګڼ شمیر کسان مړه او ټپیان شوی وو.

داعش ډلګۍ تر اوسه پورې په دې اړه نظر څرګند کړی نه دی او د طالبانو یوه ویندوی قاری یوسف احمدی هم د دې موضوع په باره کښې ناخبری څرګنده کړی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.