طالبان پردي مزدوران دي او وژل یې د ثواب کار دی، د طالبانو پرضد د داعش بیان

د طالبانو او داعش ډلې د نښتو له دوامه وروسته  د داعش ترهه ګرې ډلې یو مشر ابو ماجه ترمذي طالبان تالي څټي او منافقان وبلل او وې ویل د طالبانو د ملاتړو سر مال او عزت د داعش د غړو لپاره حلال دی.

 داعش ترهه ګرې ډلې همداراز ادعا کړې چې ډیر زر به د طالبانو په خلاف پراخې حملې پيل کړي او د هغوي تر ولکي لاندې سیمې به ونیسي.

د داعش له خوا د دغه شان بیانیې خپرول له طالبانو او حتی پښتنو سره  سره د رسمي جنګ د  اعلان په معنا دی چې ورته د طالبانو ملاتړي ویل کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د شتون او دهغوی د شمیر په هکله جدي بحثونه شته دي  او ډیر نړیوال او سیمه ایز کارپوهان او حتی د افغانستان دننه شناندي  نه یوازې په افغانستان کې د داعش شتون  جدي نه ګڼي بلکې په دې باور دي چې کوم کسان ځان داعش بلي هغه  له طالبانو او نورو افراطي  او زیږو ډلو جدا شوې کسان دي.

له دې امله له طالبانو سره د داعش د جنګ اعلان  له خپلو تیرو ملګرو یو ډول  غچ اخستل ګڼل کیږي.

 پر دې سربیره داعش ترهه ګرې ډلې طالبانو ته د خبرداري په ورکولو سره هڅه کړې ځان  د افغانستان په بدلونونو اغیزمنه او یوه لویه ډله وښیي  او داسې وبریښوي چې دومره طاقت لري چې طالبان په ګونډو کړي او دهغوي تر ولکي لاندې سیمې ونیسي.

دا په داسې حال کې  دي چې د سیاسی ټولنو له نظره طالبانو ته د داعش خبرداری ښیي چې د ترهه ګرو او افراطي ډلو تر مینځ جنګ زیاتره د هغو سیمو د نیولو په سر دی چې  اقتصادي ځانګړتیاوې او تر ځمکې لاندې زیرمې لرلي  چې  دغو مالي سرچینو ته په رسیدلو سره خپل  فعالیت جاري وساتي.

له همدې امله په افغانستان  کې جنګ په یو تجارتي جنګ بدل شوی او  په افغانستان کې لاس نه خوړولو سرچینو ته په پام سره  تاوتریخجنې ډلې د دغو سیمو د نیولو په لټه کې دي.

 له همدې امله دداعش او طالبانو زیاتره جنګونه د هلمند او ننګرهار په شان سیمو کې دي چې د نشه ایزو موادو د تولید او معدني موادو له نظره بډایه دي.

د افغانستان د معادنو او انرجۍ د وزارت یو مقام ذبیح الله سروري وایي:

طالبان او د داعش  ډله په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د معدنونو د راویستلو لپاره زمینه برابروي او  په غیر قانوني ډول د معدنونو له عوایدو استفاده کوي.

د افغانستان د شینوار ولسوالۍ د ځایی شورا ویندوی عزت الله افغان هم وایي د داعش کسانو د ننګرها د ځنګلونو ونې وهلې او د هغو پیسو د  افغانستان له مقاماتو سره نیموي.

د طالبانو ډله چې ځان ځایی او د پښتنو مدافعه ډله ګڼي اوس له داسې کسانو سره مخامخ شوې چې  ځینې غړي یې د مرکزي اسیا او حتی عربو هیوادونو د ترهه ګرو ډلو غړي او مجرم کسان دي  د دې معنا دا ده چې د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو لپاره د افغانستان د دولت او  عمومي ټولنو  غوښتنې ته د طالبانو بې پامي سبب شوېئ چې دغه ډله په خپله په افغانستان کې د ناامنۍ او بحران په عامله بدله شي او اوس  د یوې ترهه ګرې ډلې له خوا  د کفارو  اجیره ډله وګڼل شي.  د داسې معلوم الحاله کسانو له لورې د طالبان اجیر بلل کیدل چې  د افغانستان له ټولنې سره هیڅ سنخیت نه لري  او یوازې د نشه ایزو موادو د قاچاق او د معدنونو او کانونو د لوټلو له لارې د پیسې پيدا کولو لپاره د داعش تر بیرغ لاندې راغونډ شوې ،  په پښتنو کې د طالبانو اعتبار ډیر کمولی شی  په افغانستان کې  ځینې سیاسي ډلې په دې باور دي چې داعش ترهه ګره ډله له طالبانو سره د مقابلې او هغوي د وروستولو لپاره یو برابر شوی حرکت دی  چې طالبانو ته د داعش د یو مشر خبرداري ته په پام سره  داسې ښکاري له واقعیته ډیر لرې هم نه وي.

 پر دې اساس طالبان طالبانو د افغانستان د سولې له بهیر سره د یوځآی کیدو او د کابل له دولت سره د ملګرتیا  له لارې کولی شی په افغانستان کې د داعش په شان ترهه ګرو ډلو د پیدا کیدو او مزبوتیدو مخه ونیسي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.