عبدالاکبر خان اکبر —- دروند پښتون مصلح او ازادي خوښ

ښاغلی عبدالاکبر خان اکبر په کال ۱۸۹۰ ميلادي د اګست په ورځو شپو کې د چارسدې د خاورې په عمرزیو کلې کې د عبدالقادر خان کره دې دنيا ته سترګې وغړولې. د سخي ارسلاخان نمسې دی. لسم ټولګی يې د اسلاميه کالجېټ سکول پېښور نه وکړه او د پېښور په اسلاميه کالج کې د څوارلسم جمات سبق يې نيمګړې پرېښودو او د خلافت تحريک د مولانا محمد علي جوهر څنګ ته عليګړ ته لاړه. د ۱۹۲۰ په هجرت کې د باچا خان سره افغانستان لاړه او د هلته نه د ځينې ملګرو سره روسي ترکستان ته په مسافرت وکوچېده. د مخفي صيب سره د تورنګزو د حاجي صېب د مرستيال په حېث په لکړو او غازي اباد کې دېره و، چې د باچاخان په وېنا د اصلاحي او سياسي کار لپاره بېرته خپل کلي ته راستون شه. په دغه وخت کې باچا خان په اتمانزو کې يوه ابتدايي ازاده مدرسه پرانستې وه.
اکبر صېب د پښتنو د معاشرې په کمزورو اړخونو خوږمن و. د هغه دا عقيده وه چې د ښه فصل اخيستو لپاره ښه مزکه جوړول؛ ښه تخم کرل او ښې زميندارۍ ته بډې راکښل ډېر اړين دي. د هر انقلاب نه وړاندې ذهني انقلاب ضروري دی.
هغه په خپل ژوند ليک کې ليکلې دي چې روسې انقلاب د سلو کالو د ذهني کار او زيار په اوږو راغلې دی. هغه پوهيده که چرې د پښتنو د بې علمۍ, معاشي بد حالۍ او د بې اتفاقۍ د رنځونو علاج ونکړی شي’ نو هيڅ ګټه نه شي تر لاسه کېدی. ددې موخې دپاره هغه د باچا خان او نورو ملګرو په ملګرتيا کې په اپريل ۱۹۲۱ع کې د “انجمن اصلاح افاغنه” اېره کېښوده او په ۱۹۲۲ع کې د انجمن او د جرګې صدر وټاکلی شو.

هغه په خپل سوانح حيات کې دا ليکلې دي چې پښتون يو اډيال قام دی چې يو مذهب, يو ټاټوبی او يوه وينه لري. د قامولي ټولې فطري نښې پکې پېدائشي دي؛ ليکن د يوې ساهو مشرتابې لاندې په يو قامي سنګر راغونډول غواړي.
ددې مقصد لپاره دوي باچاخان غوندې يو پياوړې شخصيت را وړاندې کړه او د انجمن او خدايي خدمتګارۍ پټکې يې ورته پسر کړو. اکبر صېب د انقلابي او قامي شاعرۍ سره سره اصلاحي او اولسي ډرامې لکه «تربور، خدايي خدمتګار، درې يتيمان، جونګړه» وغېره ليکلې دي چې د اتمانزو د ازادې مدرسې په کليزو کې په سټېج وړاندې شوې دي, د اصلاح او انقلاب لارې يې هواره کړې دي. د هغه په “تربور” ډرامه کې ولي خان هم د يو يتيم کردار لوبولې و.

د وطن د ازادۍ ددې طوطي څو څو کرته د جېل په پنجرو کې وزرونه تړلي شوي دي! خو غېرتي پښتون غږ يې چړې هم مړزپن شوې نه دی. د خدايي خدمتګارو دا سرخېل په کال ۱۹۷۷ع کې په ابدي مسافرت ددې نړې څخه لاړ.
په ګور يې نور شه!

کله چې به خدايي خدمتګارو په کچهرو پکټنګ کولو او پښتانه اهلکار به يې د تحريک په مرسته هڅول’ نو د عبدالاکبر اکبر دا نظم به يې په خوږ اواز ويلو، يو څو کړې تري وړاندې کوم:

سپاهي, که تهانېدار, که تحصيلدار دی. زموږ ورور دی
په ملک بل شوی اور دی
زموږ د قام بچې دی, هم د ملک يو نمکخور دی
په ملک بل شوی اور دی
تل سر ورکئ! سپاهيان د خپل وطن په پاکه زمکه
موږ دلته راغلو ځکه
چې ځان ترې نه خبر کړو! په وطن کې شرو شور دی
په ملک بل شوی اور دی
موږ خلاص کړو پېرنګيانو هم له زمکې, هم له ماله
موږ ځکه راغلو تا له
دا شرم غلامي زموږ د ټولو لوی پېغور دی
په ملک بل شوی اور دی
راځئ! چې ځان تيار کړو جرمني او جاپاني ته
دا نه چې ورور ملکي ته
په خدايي خدمتګار مه کړه ښکاره؛ د تورو زور دی
په ملک بل شوی اور دی
پېرنګ به کور ته لاړ شي, ته به دلته کې مېشته يې
د مخکې نه به ښه يې
کړه فکر اديرې ته څرنګ څنګ په څنګ مو کور دی
په ملک بل شوی اور دی
——————————–
لیکوال: اعجاز یوسفزی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.