عراق په سامرا کې پنځه ځان مرګی هلاک شوی دی

عراق امنیتی سرچینو نن ویلی دی ، دعراق فیډرل او ځآی پولیسو دالحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک په ملګرتیا سره نن سهار بریالی شوی د عراق دشمال صلاح الدین ولایت په سامرا ښارکې د داعش پنځه ځان مرګی کسان له ورانکاریو مخکې په یو لړ عملیاتو کې هلاک کړی .

عراق وسله وال ځواک  همداراز بریالی شوی دنینوا ولایت  په مرکز موصل ښار  لویدیځی برخې کې   الشفاء ،باب سنجار  او المشاهده  درې سیمې  له داعشی  تکفیریانوآزادې کړی  او  په دغو عملیاتو کې یو شمیر ترهه ګر  هلاک اوټپیان کړی .

 په عین حال کې  داعشی تکفیریانو هڅه کړې ،  دموصل په زاړې برخې کې  جنوبی ساحو کې  له النوری جومات سره نزدې  دپولیسو په یوې پستې په حملې سره  د تلعفر په لور دخپلو  جنایتکارو دتښتې لپآره  کومه لاره جوړه کړی ، خو  دعراقی ځواک  په موقعې  اقدام سره ناکام شول . داپه داسې حال کې دی  چې  په باب الطوب ،الدواسه  اوالدندان سیمو کې   نښتې هماغه راز دوام لری.

 دالحشد لشعبی ولسی مبارز ځواک   یوه مسئول مقام ابومهدی  المهندس   هم وئیل دی ،  دغه مبارز ځواک  چې  دجوړیدا ئې درې کلونه کیږی ،  پخپلو دغو   مبارزو کې ئې تر دې دمه ۹۸۳کلی ، اته  ښآرګی ،  اوه هوائی ډګرونه او  دغه راز  د الحضر مهم ښار له داعشی تکفیریانو  آزاد کړی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.