عطا محمدنور د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د پښتنو نسل کشي پېل کړې
دافغانستان دبلخ ولايت د والی عطامحمد مليشو دچمتال ولسوالۍ د طالبانو پاکولو ادعا کړې.
د عطا نور سرچيني وايي طالبانو د دغې ولسوالۍ په مسجد سفید سیمې کې صدمیش او دغه راز شاوخوا یوشمیر کلی او ښارګی دامنیتی ځواک له شاتګ وروسته له جګړ ې پرته بیرته نیولی دی . دم ګړۍ دافغان امنیتی ځواک څو پستې دطالبانو په منګولو کې دی.
البته دبلخ ولایت امنیتی سرچینو په دې اړه دخبر ترمخابیره کیداپورې څه نه دی وئیلی . خو د چمتال په لسګونو کورنۍ د بلخ ولایت مرکز او نورو ولسوالیو ته کډه په سر شوی دی .
بلخوا د چمتال چې پښتون ميشته ولسوالۍ ده اوسيدنکیو يې دی پشتون اېکسپرېس ته و وئيل چې د د دغه ولايت والی عطا محمد نور د قامی تعصب له عمله د دې ولسوالۍ پښتانه ځوانان د طالب په نوم برمته کوي او وژني يې. دوي زياتوی هره شپه د عطا محمد نور مليشې د دوي په کورونو راځی ښځې ماشومان او سپين ږيری سره وهل ټکول کوي او ځوانان د ځان سره بوځي, دوي وايي ولې هر وخت يواځې د بلخ په چمتال کې عمليات کيږي دلته طالبان نشته, د والی قامی تعصب يې تر شاه دی.