عطا محمد نور ګلبدين حکمتيار د داعش په ملګرتيا تورن کړ

دافغانستان دبلخ والی دغه راز له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دګلبدین حکمتیار د غږمله کیدا او ملګرتیاپه باب هغه ته جدی خبرداری هم ورکړ.

دافغانستان دبلخ والی  او جمعیت اسلامی ګوند  مشر  عطامحمد نور په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ،هیڅ شک نشته  چې  دحزب اسلامی ګوند مشر  ګلبدین حکمتیار  له داعش ډلې سره بیعت کړی او  په افغانستان کې  دشعیانو پشمول په ډله ایزو وژلو کې  ونډه لری .

  عطامحمد نور زیاته کړې  په افغانستان کې دګلبدین حکمتیار  قومی او مذهبی  اختلافات  او  د اهل تشیّع په وړاندې دهغه دریځونه  په دغه هیواد کې له شیعه  وژنې پرته بل هیڅ پیغام  نه لری .

 دافغانستان دبلخ  والی دغه راز له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره  دګلبدین  حکمتیار د غږمله کیدا او ملګرتیاپه باب  هغه ته جدی خبرداری هم ورکړ.

داپه داسې حال کې دی چې  په  افغانستان کې دجوماتونوپشمول په بیلابیلو عامو ځایونو کې په وحشی ډوله جنایتونوکې چې زیاتره ئې پړه   همدغه تکفیری ترهه ګر ډله داعش په غاړه اخلی په سلګونو مظلوم افغانان چې ښځې اوماشومان  هم پکې ترسترګو کیږی  شهیدان اوټپیان شوی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.