عمرزاخیلوال د مولانا سمیع الحق نه په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه رول لوبولو غوښتنه وکړه

پاکستان کښې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د اکوړې مدرسې مهتمم او د دفاع پاکستان کونسل چئیرمین مولانا سمیع الحق سره لیده کاته کړي، او په افغانستان کې د سولې او ثبات په پار یې ترې غوښتنې کړي، د اکوړه حقانیه نه خپره شوې اعلامیې په اساس ډاکټر عمرزاخیلوال ویلي مولانا سمیع الحق نه یواځې د طالب ترهګرې ډلې د پاره د قدر وړ شحصیت دې بلکې افغان سیاستمدار هم مولانا سمیع الحق ته د قدر په سترګه ګوري. پکار ده مولانا د افغانستان په امن کې خپل رول ولوبوي
مولانا سمیع الحق په یاده ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د امن د پاره مهمه ده چې د افغانستان نه دې بهرني هیوادونو فوځیان لاړ شي، مولانا سمیع الحق په پاکستان ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه دې په خپله پالیسی غور وکړي، د پاکستان او افغانستان د اختلافاتو ګټه هند او نور دوښمنه قوتونه پورته کوي
یاده دې وي مولانا سمیع الحق د طالبانو پلار بلل شي، طالبان ورته ډېر درناوی لري، طالبان د جهګرې روسته کول ورته د ګس لاس کار ښکاري

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.