عمر زاخيلوال د پاکستان او چين څخه د طالبانو سره د سولې په اړه رول لوبولو غوښتنه وکړه

پاکستان کښې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال له چین او پاکستان وغوښتل له طالبانو ډلې سره دکابل دحکومت د صلحې دخبرو دبیا پیلیدا لپاره د اسانتیا دبرابرولو رول ولوبوی .

هغه وویل افغانستان له طالبانو سره د خبرو دبهیر د له سره  پیلیدا لپاره د پاکستان، چین او دنورو هیوادونو د اسانتیا د برابرولو د رول هرکلی کوی .

په  پاکستان کښې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال زیاته کړه ددې لپاره چې په افغانستان کښې صلح ټینګه شی د اشرف غنی حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیار دی په بله بڼه کښې د کابل حکومت په هیواد کښې دترهګرو ډلو ځپلو ته ژمن دی .

زاخیلوال زیاته کړه دافغانستان  او دپاکستان خلک ښه اړیکې لری او هغه کسان چې پاکستان ته تاوان ورسوی د افغانستان دوستان نه ګڼل کیږی .

په پاکستان کښې د افغانستان سفیر له دې مخکې هم په اسلام اباد کښې د سیمې دصلحې د مطالعاتو په مرکز کښې ویلی وو پاکستان باید د هندوستان او دکابل په اړیکو اندیښمن نشی ځکه چې مونږ د اسلام اباد حکومت ته ډاډ ورکوو چې له هند سره د افغانستان اړیکې پاکستان ته تاوان نه رسوی .

طالبانو ډله دافغانستان ځینې سیمې په کنټرول کښې لری او په تیرو څو میاشتو کښې یې خپلې حملې زیاتې کړی هم دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.