عوامي نيشنل پارټئ کارکنانو د مشال قتل کيس کې د حمايت الله مايار شامل تفتيش کولو غوښتنه وکړه

د عوامي نيشنل پارټئ غړو د حکومت څخه غوښتنه کړې چې د مشال خان قتل کيس کې دې ضلع ناظم مردان حمايت الله مايار شامل تفتيش کړې شي, دوي د عوامي نيشنل پارټئ د مشرانو څخه هم غوښتنه وکړه چې د مشال قتل کيس کې حمايت الله مايار ته ګوته نيول کيږي چې د هغې سره د پارټئ ساک کمزورۍ کيږي, پارټي د حمايت الله مايار نه جواب و غواړي,

د عوامي نيشنل پارټـئ کارکنان وايي د يو سړي په وجه ټولې پارټئ ته ګوته نيول کيږي او د يو سړي په وجه ټوله پارټي بدنامېده دوي ته قبول نه دي.

د يادونې وړ ده چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د صوابئ يو زده کونکی مشال خان د توهين رسالت په تور و وژل شو خو روسته په هغه هيڅ کوم تور ثابت نکړل شو. د مشال خان د وژلو په وخت چې د پوهنتون او د پوهنتون څخه د باهر نه راغلو خلکو يوه ټوله راغونډه وه په دغه ټوله کې وئيل کيږي د حمايت مايار کوم خپل هم ګډ وو,

د مشال خان د وژلو روسته په پيسبوک د حمايت الله مايار يو پوسټ د پارټئ کارکنان په شک کې اچولي دي, د عوامي نيشنل پارټئ کارکنانو د حمايت مايار په اړه زر تر زره د خپل دريز ښکاره کولو غوښتنه وړکړه.

د مشال قتل کيس کې تر دې دمه 32 کسان نيول شوي او د نورو لټون روان دی خو وئيل کيږي چې ځني سياسي خلک د کيس څخه د ځني قاتلانو نومونه وباسلو د پاره سرګرم دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.