عوامی نيشنل پارټۍ د فاټا اصلاحاتو په اړه په 14 ستمبر د ټولو پارټو کانفرنس غوښتلو فيصله

عوامي نیشنل پارټۍ د فاټا اصلاحاتو په اړه په څوارلسم ستمبر د ټولو پارټو کانفرنس رابللو فېصله کړې ده. تیره ورځ نوښار کښې یوې اولسې جلسې ته وینا کښې د عوامې نیشنل پارټۍ مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسین اوویل چې موجوده حکومت لخوا د فاټا اصلاحاتو په معامله دلچسپې ښودل د خوشحالۍ خبره ده او داسې ښکاریږي چې ډیر زر به د قبائلو د قسمت غوره فېصله وشي. ده زیاته کړه چې د فاټا اصلاحاتو لپاره پکار لوازمات او مردم شمارۍ کښې د قبائلو شمیره کمه ښودلو باندې بحث لپاره ئي په څوارلسم ستمبر د آل پارټیز کانفرنس رابللو فېصله کړې ده. بلخوا چارسده کښې یوې غونډې ته د قومې وطن پارټۍ مشر آفتاب شیرپاؤ هم وئیلې چې حکومت دې فاټا اصلاحاتو په اړه خپل اتحادیان او نور سټیک هولډرز په اعتماد کښې واخلې او په دې اړه دې تګ لاره اوټاکي. ده زیاته کړه چې فاټا په صوبه کښې ضم کولو باندې چاته هم څه اعتراضات وې هغه دې مخې ته راؤړلی شي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.