عوامی نيشنل پارټۍ قبایلي سیمې د تل لپاره په پاکستان کې د شاملولو غوښتنه وکړه

د پاکستان عوامي نشنل ګوند له لوري د قبایلي سیمو په اړه د بېلابېلو ګوندونو په غونډه کې غوښتنه وشوه چې دا سیمې دې ژر تر ژره له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځای شي.

د دې غونډې د پای په ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یا فاټا د یوځای کولو لپاره د اداري، مالي او قانوني چارو د بندوبست لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

دا اعلامیه د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام (ف) لاسلیک کړې نه ده.

د دواړو ګوندونو مشران پښتانه دي او هر یو ځان ته بېل بېل دلایل لري.

د ګوندونو په کنفرانس کې په قبایلي سیمو کې د ایف سي آر قانون د لغوه کېدو غوښتنه شوې او د پاکستان د ۲۰۱۸ کال په ملي پارلیمان (قومي اسمبلۍ) کښې د قبایلي سیمو اوسېدونکو ته د بشپړ استازیتوب پر ورکړه او د دې سیمو لپاره د ۱۰ کلن پرمختیايي پلان د جوړېدو پر ضرورت ټینګار شوی دی.

د عوامي نشنل ګوند ترڅنګ، د پاکستان پیپلز ګوند، قومي وطن ګوند، جماعت اسلامي او د جمعیت اسلام نورو ډلو له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو د پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی.

مولانا فضل الرحمن ویلي چې د هیواد د کومې سیمې د وضعیت د بدلولو حق د ملي جرګې غړي نه لري. ده همداراز ویلي چې له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو په یوځای کولو، یا له قبایلي سیمو څخه د جلا صوبې د جوړولو او یا هم په اوسني حالت کې یې د اصلاحاتو د راستلو په اړه باید له دغه ګوند سره مشوره وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د پاکستان پارلمان د قبایلي سیمو په چارو کې د مداخلې حق نه لري. ده همداراز ویلي«په ۱۶ ورځو کې د قبایلي سیمو په اړه هغه چا پرېکړه کړې چې د دغو سیمو په اړه معلومات نه لري.»

خو د عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي د فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي پر دریځ نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا عقل نه مني چې د قبایلي سیمو لپاره د حکومت پر اصلاحاتو د حکومت متحدان اعتراض وکړي.

اسفندیار ولي باور لري چې تر څو قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره ونه تړل شي په دغو سیمو کې ترهګري نه ختمېږي.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.