غزني کې بمي چاونې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن چار شبنه د ورځې نهه بجې او شل دقیقې دغه چاودنه چې په غزني ښار کې د کلید راډیو دفتر ته څیرمه په ۴۰ متره سړک باندې وشوه، ویل کیږ چې په کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی،
عیني شاهدان وايي چې دواړه کسان ولسي خلګ وو او دغه چاودیدونکي توکي په یو سایسکل کې ځای پر ځای شوي وو
دوی وايي وژل شوی کس رکشه چلوونکی وو چې د چاودنې پر وخت له دغه ځای څخه د تیریدو په حال کې وو، خو ځینې عیني شاهدان وایي په پیښه کې یو تن پولیس هم ټپي شوی دی
.
تر اوسه پورې چا د دغه چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیسی

حبیب الرحمن تاثیر

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.