فرانس کې يو ترهګر د “الله اکبر” د چغې سره سم په بازار کې خلک په ډزو و وژل

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، په سټراسبورګ کې یوه وسله وال بریدګر درې کسان وژلي او دولس نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه پرون شپه په ستراسبورګ کې د کریسمس په یوه بازار کې شوې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې پولیس د بریدګر په لټه کې دي ځکه له برید وروسته له سیمې تښتیدلی. پولیسو له مخکې د بریدګر د جرمي سابقې په اړه معلومات درلودل.

د کال سلګونه زره سیلانیان د فرانسې په ختیځ کې د ستراسبورګ ښار د کریسمس له بازاره لیدنه کوي.

د پيرس سرکاری پراسکيوټر نن رسنيو ته و ويل چې بريدګر سم د مخه د ” الله اکبر ” نعره پورته کړه او بيا يې په بازر کې په خلکو ډزې وکړې.

د فرانسې پوليس وايي يو شمير شکمن کسان يې هم نيولي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.