فضل هادی مسلميار: طالبان دې نور جنګ بس کړي, خبرو اترو ته دې کابل ته راشي

افغانستان د دغه هیواد له ولس سره اړه لری ،خو له بده مرغه سیاسی رهبرانو ا ومشرانو تاؤتریخوالو او دسیاسی کشمکشونو رامینځة کلو ته په لمن وهلو سره یووالی او وحدت اصلا هیر کړی دی .

دافغانستان د مشرانو جرګې مشر  فضل هادی مسلم یار  نن  په کابل کې د سولې  دنړیوالې ورځې   د درنښت په مناسبت  په یولړ دستورو کې  پر طالبانو ډلې غږ وکړ   په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د جنګ دختمیدو لپاره  دنیغ په نیغه خبرواترو لپاره دې کابل ته خپل  استازی ورولیږی .

  مسلم یار زیاته کړې ،   دافغانستان  څلویښت کلن جنګ دوام لری او  طالبان دې  دجنګ دختمولو او  په دغه هیواد کې د سولې اوثبات دټینګیدا او دامنیت د  تامینیدالپاره  هڅه وکړی .

 هغه روښانه کړې ،  افغانستان  د دغه هیواد له ولس سره  اړه لری  ،خو له بده مرغه  سیاسی رهبرانو ا ومشرانو  تاؤتریخوالو  او دسیاسی  کشمکشونو رامینځة کلو ته په لمن وهلو سره  یووالی او وحدت  اصلا هیر کړی دی .

 دافغانستان دمشرانو جرګې دمشر  دغه څرګندونې  په داسې حال کې مطرح کیږی چې  له دې مخکې  هغه یعنی فضل هادی مسلم  یار  له داعش ترهه ګرې ډلې   په ملاتړ تورن  شوی  ؤ او د دغه اورګان   مرستیال هم   دناکارندوالی په دلیل  د دغې جرګې دړنګولو غوښتنه هم کړې وه .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.