فوځ د حملو له عمله مرستې د برما مظلومانو ته ونه رسيدلې, دوه نيم لاکه خلک د خوراکه محروم دي

فرانس پریس آژانس راپورو رکړ  دملګروملتو دانسان دوستۍ  دچارو دغږملونکی دفتر ویندوی  پی یّر پرون نن په یولړ څرګندونو کې  ووئیل   دبرمان  راخین صوبې   له روهنیګیائی مظلومو اوبې څوکه  مسلمانوسره مرستې  دمیانمار دپوځ  دحملو دپلیدو له امله   ځنډول شوی  او  دښځو اوماشومانوپشمول  کابو دوه نیم لکه  کوچیدلی  خلک  له خوراکی مرستو  محرومه پاتې شوی دی .

 دملګروملتو  سرمنشی  آنتونیو ګوترس  پرون  دمیانمار پر پوځ غږ کړی  په اخین صوبې کې دې  دروهینګیا   په مسلمانانو   خپلې حملې  بندې کړی .

 دملګروملتو دبخښنې نړیوالې ادارې هم  له هندوستانه د روهینګیائی  مسلمانانو  ویستل   دنړیوالو قوانینو  په خلاف یو اقدام بللی دی .

  دملګروملتو  وروستیو احصایو په اساس  په تیرو دوو اونیو کې   دمیانمار د پوځ په  بې آمانه حملو اوجنایتونو کې  دروهنیګیا  څه دپاسه  څلور سوه مسلمانان  په ډیر بوږنونکی ډول وژل شوی او   کابو څلویښت زره نور  بنګله دیش ته په تښتې کې بریالی شوی دی  .

خودغه راز روئیټرز خبری آژانس  هم راپورورکړی  دکډوالو په چارو کې د ملګروملتو  لوړې کمیشنرۍ  یا  یو این ایچ سی آر  د راپور په ا ساس  د میانمار  دپوځ  له بوږنونکو اقداماتو  وروسته  کابو نهه پنځوس زره  روهینګیائی  مسلمانان  د ژوند   دله لاسه ورکولو له ویرې د بنګله دیش په لور تښتیدلی دی  او دغه راز  د برمان پوځ اوافراطی بودایانو    په راخین صوبې کې  د  هغوی څه دپاسه  دوه زره شپږ  سوه  کورونه او جونګړې  سوزولی . ډیری شناندی او کارپوهان وائی   دروهینګیائی مسلمانانو   په دغه بوږنونکی  وضعیّت  هم دبشری حقوقو  ددفاع نړیوالو اورګانونو  سترګې پټې کړی  دی او هم د  ډیرو اسلامی هیوادونو  مشرانو او سفارتونو  هم  او دغه راز د  سعودی عربستان په مشرۍ  د ۴۱ اسلامی هیوادونو  تش په  نامه ګډ  ائیتلافی ځواک هم ځانونه ناخبر  اچولی دی  چې ډیره دافسوس خبره ده.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.