قامي مبارز, لیکوال او خدایي خدمتګار “ماسټر عبدالکریم

ماسټر عبدالكريم د منتظر خان زوى و، چې په ۱۹۰۸م كال د چارسدې د اتمانزو په كلي كې زېږېدلى دى، خپلې لومړنۍ زده كړې يې د اتمانزو په ازاد سكول كې ترسره كړې، وروسته يې په ۱۹۳۰ م كال د ډهلي د جامعه مليۀاسلاميه څخه د لسانس (BA) سند ترلاسه كړ او د بېرته راتگ سره سم د اتمانزو په ياد شوي مكتب كې ښوونكى شو. په همدې كال ماسټر د ازادۍ غوښتنې فكر د لرلو په جرم بندي شو او كله چې درې كاله وروسته بېرته آزاد شو، د ازاد سكول حالت ډېر خراب شوى و، خو د ماسټر په هڅو او كوښښونو دغه سكول بېرته په پښو ودرېد. (۱)

ماسټر عبدالكريم د خدايي خدمتگار د گوند يو ډېر فعال او وفادار غړى و او د خان عبدالغفار خان سره يې د ازادي خواهئ په ټولو ملي مبارزو كې كلكه ملگرتيا كړې ده. ماسټر عبدالكريم د ښو ژورو سياسي افكارو خاوند و، د ۱۹۳۸ م كال د مى څخه د ۱۹۴۱م كال تر جنوري پورې، چې د پښتون مجله د دريم ځل لپاره له قيده ازاده شوه ماسټر ددغې مجلې د سياسي مضمون ليكونكى و او د (نننۍ دنيا) تر سرليك لاندې به يې تل پر ورځنيو چارو سياسي تبصرې ليكلې. څرنگه چې ماسټر په خپلو تبصرو كې تل د انگرېزانو د ښكېلاك مخالفت كاوه او د هغو غندنه يې كوله، نو ځكه څو څو ځلې زندان ته لېږل شوى او څو څو كاله يې بامشقته بند گاللى دى.
كله چې ماسټر د خپلو مضامينو په اثر چې په پښتون مجله كې يې ليكلي وو، بندي شو نو د بند پر وخت يې له زندانه د پنجاب له پوهنتون څخه د لېسانس سند هم واخيسته.

د ماسټر عبدالكريم ددې بند د پوره كېدو او دده د راخلاصېدو لا لږې ورځې تېرې شوې وې چې په هماغه كال (۱۹۴۲م) ولسي نافرماني شروع شوه او ماسټر بيا ونيول شو، چې په ۱۹۴۵م كال كې، چې كله ډاكټر خان وزیراعلی شو نو نوموړى د نورو بنديانو په ډله كې له بنده راووت او د ډاكټر خان د حكومت په دوره كې د (فيلډ پلستي ارگنايزر) په توگه مقرر شو، بيا وروسته د (سمال سيونگ) يعنې د دايرې لوى مدير وټاكل شو او كله چې پاكستان جوړ شو، نوموړى بيا د ازادي خواهئ او خدايي خدمتگارۍ له امله د حكومت له خوا بندي كړاى شو، پنځه كاله يې بامشقته بند تير كړو، كله چې راخلاص شو’ يو كال وروسته د (باچا خان پيغام) د رسالې د خپرولو په تور بيا د پاكستان د حكومت له خوا په بامشقته بند محكوم شو، چې دې پرلپسې بنديتوب د ماسټر روغتيا خرابه كړه، په نري رنځ اخته شو او د ۱۹۶۱ميلادي كال د جنوري پر ۱۸مه نېټه (۱۳۳۶ل) د پېښور د (ليډي ريډنگ) په روغتون كې يې له دې نړۍ سترگې پټې كړې. (۲)

ماسټر عبدالكريم شعر نه وايه، خو په نثر يې ډېرې سياسي، ادبي او علمي ليكنې كړي دي، چې دهغه وخت په مطبوعاتو كې خپرې شوي دي، زياته برخه يې د پښتون په مجله كې خپره شوې ده. دده (ځولۍ گلونه) په نامه يو اثر په پېښور كې چاپ شوى دى، چې د نثر په اړه يې پوهاند صديق الله رښتين وايي:
((د ماسټر د ليكلو سبك تر ډېرې اندازې د منشي احمد جان او سيد راحت سبك سره نږدې والى لري، د سوچه پښتو خوږو محاورو خيال درې واړه ساتي؛ مگر توپير دا دى چې د ماسټر په نثر كې سياسي او اجتماعي رنگ تر هغو زيات دى …. دى په پښتو كې د سياسي ليكنو او نثرونو استاد او تاداو ايښودونكى دى، د خپل وخت په ليكوالو كې يو پوخ سياسي ليكونكى او د كيسو يو خوږ ژبى ليكوال گڼل كيږي)) (۳)

د نثر نمونه:
په داسې بې نوره زمانه كې چې مشران په كې د پيسې شل خرڅيږي په مشر او دهغه په مشرۍ خوله سپړدل، هغه د لېوني فلسفي خبره، چې د ډمبرو سوړه په لوټه ويشتل دي، خو اوس خبره چې خولې له راغلې ده او زموږ پرې توكل دى. دې كې شك نشته چې مشري د بنيادم په خټه كې اخښلى وې ده، هر څوك غواړي چې هم دده شمله دې لويه وي او په دوه كسو كې دې همدى ځانله ياد وي، دا غوښې د هر چا خوښې دي، هسې هم د دنيا د پرمختگ دپاره پكار دي، چې سړى دې د بل نه د وړاندې تلو گواښ ولري، ځكه چې كوم سړى دومره بې ښې شي، چې لكه شمشتۍ په خپل څټ كې يې مخ سر نغښتى وي او لكه د گونگيانو په سمڅه او سوړو کې ناست خوشحاله وي، دغه خلك نه د ځان وي او نه د جهان وي، دا د كويي چيند خان چې څومره زر ورك شي هغه هومره به ښه وي ځكه چې هر كله يو سړى په دې دنيا كې د بل په كار نه شي، د خداى د مخلوق سره يې اروا گډه نه شي او بس هم ځانله د ځان شي، نو بيا دى دارو د كوم مرض شو؟
داسې خلك كه په دنيا وپايي نو پرې څه؟
د ځمكې پر سر د شرمونو شرمولو نه خو ښه دا ده، چې هم ددې ځمكې لاندې شي.(۴)

 

څېړندوى: عبدالظاهر شكيب
اخځونه :
۱- همېش خليل، پښتانه ليكوال، ۱۳۴مخ.
۲- عبدالروف بينوا، اوسنى ليكوال (بشپړ متن)، ترتيب كوونكى، م.روهيال، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، كندهار، چاپځاى، صحاف نشراتي مؤسسه كوېټه، ۹۹۷- ۹۹۸ مخونه.
۳- پوهاند صديق الله رښتين، د پښتو نثر هنداره، يونيورسټي بك ايجنسي، پېښور، ۳۷۶مخ.
۴- ماسټر عبدالكريم، ځولۍ گلونه، ۱۱مخ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.