“قدرت الله حداد” زما چې یاد شي!

قدرت الله حداد چې کله پېښور ته په کډه راغلو. نو د پېښور په کباب پيانو کې یې کور وو. ډېر مهربانه سړی وو. د افغان ملت ګوند غړي زموږ سره په کلی کې اوسيدل. غونډې او خپل سياسي ميټګونه به کول
. پاکستان حکومت تنګ کړل چی دوي شروع شوې جهاد کې برخه واخلی. خو قدرت الله حداد صيب ترېنه انکار وکړو.
چې ژوند يې پېښور کې خطر سره مخ شو’ نو بيا امريکې ته لاړو.

 

پاکستان په دغه ورځو کې افغانستان کې جهاد ته بډې وهلې وې! د افغان ملت ګوند  ډېر غړې ژوندي جاړه غيب شو, څه مړ شول! لکه:

ډاکتر شګوال صيب يې په خپلو وينو ولمباوه

څوک د خپل سر د ساتنې دپاره د ګيلاني او مجددې په تنظيمونو کې شامل شو, څوک اروپا, امريکا او اسټراليا ته مهاجر شو. خو دا خبره لکه د لمر روښانه او ښکاره ده چې د جهاد په ورځو شپو کې افغان ملت ګوند د وطن په ورانولو او چور چاپول کې برخه وانخسته. سختې ورځې شپې يې په پېښور کې تيرې کړې! خو د پاکستان جاسوسي ادارو ته یې د خپل غرور, ميړانې او افغانيت سرونه ټيټ نه کړل.

لیکوال: عالمزیب خلیل

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.