لا تعلقې به پختانه پناه کړې

د پختنو لا تعلقی نه صرف د قامی تحریک سره ده ، بلکه داسې ښکارې چې پختونولی صرف په پوله پټې جنګ ته ، او دکور کلی بعض ، حسد او کینو ته پاتی ده . ځکه د پښتون ادیب خوار دې ، شاعر یی خوار دې ، فنکار یې خوار دې ، هنر مند یی خوار دې ، هغه مولا عاجز یی هم خوار دې ، که ریښتیا وائیو بحثیت قام پختون د دنیا یو خوار او غریب قام دې ، د پختون ګلا لی بچیان د کچرو په ډهیرو کښی رزق تلاش کوې ، ښارونه او بازارونه یی د خټو دوړو او لوګو ډک دې ، سفر لکه د ګډو بیزو د ګاډو په چتو کوې ، هسپتالونه ې وران ویجاړ دې لارې کوسې کګې وګې ، خوړونه او سیندونه د ګټر په نالو کی بدل شوې دې . دا قوم دومره وګی تګی او محرومه کړې شوې دې ، دومره یراولې شوې دې چه دې په ذهنی توګه د خوراک او امن د عدم تحفظ ښکار دې ، په خوراک پسی مسلسل په منډه دې ، او ویرې یی د هر سه نه ځان تعلقه کړې دې ، د یو والی او قامی پاسون چغه ورته د مرګ زیرې ښکارې . د تخلیق ګرد قوات یې مفلوج شوې دې. او په ریا کارې کښې د ژوند د مزاحمت نه ځان پټول غواړې . د پختنو دا لاتعلقی او کم فکرې صرف په په پختنو پورې خاصه نه ده بلکه داسې حالات په د دې واړندې هم په نورو قامونو راغلی دې، او قامونه ې فناه کړې دې. د ټولو هغو قامونو مقدر فناه کیدل جوړ شوې دې ، کوم قامونه چه د خپل عصر د پیداوار په زرائعو قدرت او نه لرې او د خپل دور په سیاست سر خلاص نه کړې . په دې محال کښی پختو او پختون قامی شناحت ساتونکی او پالونکی قواتونه ډیر کمزرو او بے طاقته دې ، ځکه چې پختون اجتماعی شعور ته د قامی وحدت د اهمیت اندازه نیشته او لاتعلقی بیخی زیاته ده . بل طرفته هغه قوتونه چه غواړې پختون قامی شناخت د مینځه یوسې ، د هر قسمه وسائیلو ، هتیارو نه لیس دې ، که سه هم دا قوتونه مذهبی نه دې خو مذهب دا دوې په لاس کی دې ، میډیا، تعلیم ، نصاب او د پختون قام خپل وسائیل یی هم په ولقه کی اغستی دې . قام جوړیدل خپلواکی اغیستل او سوکالی حاصیله ول وختونه غواړې دا د منډې کار نه دې ، او د قام په فناه کیدو هم وخت لګی ، دا په اسانه محسوسېګې نه . که پختانه خپل وجود خپل شناحت او خپله بقا غواړې ، لاتعلقی په پریګدې د قامی تحریک مټی ، ذهن شعور او فکر په جوړیګی کنه وراکیګی .

لیکوونکی: محمد شعیب خپلواک

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.