لا مې ځواني ده انتظار وکړه!

د کابل – جلال اباد په لاره د سورلۍ موټر روان و. یو مشر د موټر چلوونکي سره مخکې ناست و او درې ځوانان شاته ناست وو. د ځوانانو، مشر سره طبعیت ولګیده، له کابل نه تر سروبي پورې یې ټوکې ټکالې وکړې. یو ځوان په موټر چلوونکې غږ کړ، استاده! ټیپ نشته چې سندرې راباندې واورې. موټر چلوونکي د مشر نه اجازه واخیسته او ټیپ یې ولګاوه. ټیپ کې د غزاله جاوید غمګینه سندره ولږیده.

  لا مې ځواني ده انتظار وکړه  

    مرګیه مه راځه لږ وار وکړه

دې غمګینې سندرې سره ټول غلي شو، ټول سره یو فکر کې ورک شو. یو وخت د یوه ځوان، مشر ته پام شو ، چې له سترګو یې اوښکې روانې وې. دغه ځوان په کراره خپلو ملګرو ته وویل، فکر کوم مشر خو لکه چې په غزاله جاوید مئین و، ځکه خو یې له سندرې سره په ژړا دی. ځوانان یو بل سره موسکې شول. یو غږ کړ، تره! ستا خو دې سندرې سره اوښکې روانې دي لکه چې غزاله جاوید باندې مئین وې او در یاده شوه! مشر وویل، نه داسې خبره نه ده. دوه کاله مخکې زه د خپل میرمن او خپل مشر زوي سره د ننګرهار څخه کابل ته روان وم. میرمن مې پوهنتون کې هم نیژدې ملګرې وه او د فراغت څخه وروسته مې ورسره واده وکړ، ما ورسره ډیره مینه درلوده. زمونږ یوازینی زوي موږ ته ډیر ډیر ګران و. هغه په کابل کې دنده درلوده. موږ ته یې ویل، چې کابل ته ځو او هلته مې کور په کرایه نیولی. دا تګ راتګ زما نه هره اونۍ نه کیږي. ما او میرمن مې ورسره ومنله، مونږ په دې ویریدو، چې لارې خرابې دي خدای مه که چیرته کومې پيښې ورسره ونه شي.

کله چې ماهیپر ته ورسیدو نو یو موټر چلونکی په غلط لاس راغی او زموږ موټر سره یې ټکر وکړ. زما میرمن او زوي ځای په ځای هملته له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او زه څو ورځې روغتون کې ټپي پروت وم. په کوم ورځ چې مې زوي ټکر وکړ نو د غزاله جاوید هم دغه سندره مې د زوي په موټر کې لګیدلې وه.

لا مې ځوانې ده انتظار وکړه
مرګیه مه راځه لږ وار وکړه
ـــــ
لا مې د ژوند سپرلی لیدلی نه دی
لا مې په ډکه خوله خندلی نه دی
د نا قراره شپو شمار وکړه
ـــــ
لا مې په زړه کې ارمانونه ډیر دی
لا مې نیمګړی حسرتونه ډیر دی
بلا دی واخلمه اعتبار وکړه
ـــــ
په زړو لارو راشه بیا لایقه
چا نه تپوس وکړه زما لایقه
را نه د لرې یکه زار وکړه
ـــــ

لیکوونکې: فرهاد زهیر

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.