لنډی چرګ/ غني خان

نن چرګ د انقلاب وهي نارې د “قو قو قو”
جوړ وخت شو د سبا

خو نۀ ځي د جومات نه انګازې د الله هو
اودۀ پروت دی ملا

بېګا د جمعې شپه وه ډېر تالی راغلې وو
خوږۀ پکې حلوا

خو څۀ شول؛ طالبان يې ما پرون ليدلې وو
کۀ ويښ نۀ دی ملا

پرون يې طالبانو ډېر بادرنګ خوړلې وو
ټول ناست دي په بېديا

وړوکی چڼې څۀ شو چې هم ور به کړې دارو
راويښ به کړې ملا

هغۀ بيګا تيارۀ کې ډېر ټیپر خوړلې وو
دهوکه کې د حلوا

الله په نس يې دړد وۀ؛ ټوله شپه يې کړل “او, او”
وۀ پروت په مصلا

اوس څوک وکړې جومات کې انګازې د الله هو؟!
جهان کې شوه رڼا

لنډيه چرګه زور کړه وایه نعرې د “قو قو قو”
راويښ به شي ملا

*******************************

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.