لنډی کوتل کې په موټر سایکل چلولو بندیز لګول شوی ليکوال نیوز ډسک نېټه Jul 18, 2017 78 0 د ټی این این د راپور په اساس د خېبرایجنسۍ انتظامئي د جمرود نه پس په لنډي کوتل تحصیل کښې هم د موټرسائکل په چلولو بندیز اولګولو. د اسسټنټ پولیټيکل ایجنټ نیاز محمد وینا ده چې دغه پابندی د سکيورټي انديښنو له وجې لګیدلې ده او دا چې عام موټرسائکلو سره سره به تحصیل کښې په آئس کریم خرڅونکې موټرسائکلو هم بندیز وي. جمرود او ملاګورو کښې څو ورځې وړاندې د سکیورټي انديښنو له وجې په موټرسائکل چلولو پابندی لګولی شوي ده. د خېبرایجنسۍ مختلفو سیمو کښې د سکيورټی په لړکښې دا ګامونه داسې وخت کښې پورته کیږي کله چې دوه ورځې وړاندې د ایجنسې سرحدي سیمه راجګال کښې د خېبرفور په نوم نوي فوځي اپریشن شروع شوی او هم دوه ورځې وړاندې په باړه کښې بمې چاؤدنه کښې دوه سکيورټي اهلکار هم ژوبل شوي وو 0 78 شريک