“لواء فاطمیون” یا “لشکر فاطمیون”

د فاطمیون اصطلاح د حضرت محمد ص د لور بي بي فاطمې له نوم نه اخیستل سویدی. د لومړي ځل لپاره دا نوم په ۹۰۹ م کال کي شعیه اسماعیلیانو د فاطمینو حکومت په نامه د اوسني مصر په پلازمینه قاهره کي و کاراوه. د فاطمینو حکومت د ۹۰۹ نه تر ۱۱۷۱ پوري دوام درلود. د حکومت ساحه یې د افریقا شمال، مدیترانه او منځنی ختیځ وو. په ایران او اوسني افغانستان کي د یادي مذهبي مفکورې ستر مبلغ ناصر خسرو بلخي وو. هغه ډیر وخت په بغداد کي تیر کړی وو.
ناصر خسرو د بلخ په قبادیانو کي زیږیدلی وو او د بدخشان په یمګان کي مړ سو. ښایي زموږ د بدخشان، د تاجکستان د اسماعیلیانو تاریخ هم هغه وخت ته ور وګرزي. اما اوسنۍ د فاطمینو لواء یا لښکر له کومه سوه؟

لومړی باید وویل سي دا فاطمیون په اسماعیلیه فرقه پوري اړه نلري، د ایران استخباراتو د افغانستان له شعیه ګانو (هزاره ګانو) نه یوه جنګي ډله جوړه کړه چي په عراق او سوریه کي یې و جنګوئ. ویل کیږي اوسنۍ فاطمیون ډله په ۱۳۹۲ کال کي د ۲۲ کسانو په ګډون د سوریې په زینبیه سیمه کي راښکاره سوه چي وروسته د “لواء فاطمیون” یا “لشکر فاطمیون” په نامه مشهوره سو. دا ډله د ایران د قدس د سپاه له لوري جوړه سویده او رهبري یې هم د قدس په لاس کي ده. د افغانستان شعیه مهاجر په ایران او پاکستان کي یې لومړني غړي وه او وروسته د شعیه رهبرانو په راس کي محمد محقق په رهبرۍ له افغانستان نه هم په زرګونو کسان یا د لښکر ته ولیږل سوه اوس هم دا لړۍ دوام لري. د فاطمیون لومړی مشر یو افغان هزاره وو. نوم یې “علی رضاء توسلي” چي په ابو حامد مشهور وو، نوموړی د فلسطین پولو ته نژدې د اسرائیلو په یوه راکټي حمله کي ووژل سو. تر هغه وروسته لښکر فاطمیون ته افغان مشر ونه ټاکل سو. مشري یې ایرانیان کوي.
دوه کاله مخکي ویل کیده چي د یاد لښکر ۲۰۰۰ کسان وژل سویدي او ۸۰۰۰ کسان یې زخمیان دي. خو اوس ویل کیږي دا شمیرې تر دې څو واره ډیري دي. ایران د یاد لښکر غړیو ته د لوړو معاشونو، د اوسیدو کورونو او د ایران تابعیت وعدې ورکوي. د لشکر فاطمیون چي زرګونه تنه یې بیرته هیواد ته راغلي دي! د هیواد امنیت ته ستر ګواښ دی. ځکه دوی خپل تشکیلات په هیواد کي هم ساتلي دي.

لیکوال: عبدالمجید راغستاني

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.