لوبې او تفريح په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو د مخنيوي لوى لامل ګرځي

روانشناسان وايي،چې په ماشومتوب کې د کوچنيانو لپاره د لوبو او ساعت تيرۍ د اسبابو برابرول  په کوچينوالې  په ځانګړې توګه  د بلوغ په مرحله کې، د رواني اختلالاتو په مخنيوي کې لوى لامل ګرځي.

روغتيايي څېړنې ښيي، چې ډيرى رواني ناروغۍ لکه استرس( خپګان)، ډار او اضطراب ، تاوتريخوالى او لجاجت په هغوو کسانو کې لېدل کېږي، چې په ماشتوب کې کوښه ګير او له ټولنې لري پاتې شوي وي.

خو هغه څه،چې په دې وروستيو کلنو کې تر ډېره لېدل کېږي، ډېرى کورنۍ هڅه کوي څو خپلو بچيانو ته، تعليمي او روزنيزي لارې چاري برابرې کړي.

له دې نه پرته، کورنۍ نه يواځي د ماشوم د مادي ژوند د کنټرول او د هغوى د بدني اړتياوى د پوره کولو مسووليت په غاړه لري، بلکې ډيرى وختونه د اولادونو د روزنې اړخونو ته په پام سره ، د ماشومانو  عاطفي او رواني اړتياو  ته ځواب هم د هغوى د دندو يوه برخه ګڼل کېږي.

روانشناسان په دې ګومان دي،چې دماشومانو له رواني ناروغيو څخه د ژغورلو لوى لامل ، هغوى ته د ساعتېرۍ او رغندو بوختياوو برابرول دي.

په دې وروستيو کلنو کې د موسم په تودېدو سره ،د کابل ښار يو شمېر کورنۍ، تفريحي ځايونو د ساري په توګه، پغمان، صياد، ګل غونډۍ ، بابربڼ،قرغه، د شهرارا بڼ او سالنګ ته ځي.

خو بيا هم يوشمېر کورنۍ ، په کابل کې د محدوو شنو سيمو او تفريحي ځايونو او  ورځ تر بلې په کابل کې د وګړو زياتېدو  ته په پام سره،له هغوو ستونزو څخه يادوي، چې د کابل اسېدونکي ورسره لاس او ګريوان دي.

له بل لوري کمزور ى اقتصاد، کله هم  په کارونو ګومارل او تفريحي ځايونو ته د  کورنيو نه پاملرنه ، هغه لاملونه دي ،چې ډېرى ماشومان د ساعتېرۍ له نعمت څخه محروم شي.

د دريم پروان اوسېدونکى نعمت الله وايي،چې د کاري بوختياوو له امله ، نه شي کولى څو خپل ماشومان د ساعتېرو ځايونو او له کور څخه بهر چکر ته بوځي.

هغه چې څلوېښت کلن دى او څلور اولادونه لري پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((ځه او مېرمن مې دواړه له سهار څه تر ماښام پورې کار کوو ، باور وکړي خوشې وخت نه لرو، يوه د جمعې ورځ چې رخصتي ده، په کور کې زر کارونه راپېدا کېږي او هغه ترسره کوو.))

نعمت الله له دې،چې ماشومانو ته د کار او ساعتيرۍ اسباب نه شي برابرولى، خپګان ښيي ،چې ماشومان يې مدام ټينګار کوي،څو هغوى تفريحي سيمو ته يوسي ، خو کاري بوختياوي ددې کار مخه ډب کوي.

د کابل د ګذرګاه سيمې يو ماشوم نذير احمد په داسې حال کې،چې د زنبورک شاه د غره لوړې څوکې ته يې خپل کورته اوبه لېږدولې  وويل،چې کله يې هم نه په زړه کېږي،څو د کورنۍ له خوا تفريح ته وړل شوى وي.

دې لس کلن ماشوم زياته کړه: (( بې وسه خلک يو، پلار مې مزدوري کوي او د يوې مړى پېداکولو په غم کې ده، زه هم ښوونځي ته ځم او هم د اهنګري په هټي کې کار کوم.

هغه چې خپه ښکاريده او نه يې غوښتل څو له دې زياتې خبرې وکړي وويل،چې د ځينو شتمنو ټولګيوالو د ژوند او دهغوى د کورنيو پاملرنې په اړه حسادت کوي.

روانشناسان وايي: ډېرى هغوو ماشومانو ته ،چې د ساعتېرۍ او تفريح چانس برابر و، له خپلو همزلو څخه هوښيار او چالاکه دي او په ځوانۍ کې د ژوند له ناخوالو سره د مبارزې توان لري.

 روانشناس ډاکټرعزيزالدين همت وويل،چې د رواني  ستونزو ريښه په هغوو ځوانانو کې چې خپله غوسه نه شي کنټرولوى او په ډېرو موضوع ګانو کې احساساتي چلند کوي، دهغوى په ماشتوب کې ولټول شي.

هغه زياته کړه: (( زيات ماشومان چې د کورنۍ له خوا په اګاهانه او يا غيراګانه توګه له ټولنې لرې وو او يا د لوبو او تفريح فرصت ورته برابر شوى نه دى، په غټوالي کې هم ګوښه ګير او له ډول ډول رواني ستونزو سره مخ کېږي.))

دې روانشناس زياته کړه،چې ډېرى کورنۍ له يوې خوا خپل ماشومان تفريح ته نه وړي او له بل لوري په کور کې هم سپکې سپورې ورته وايي.

ډاکټر همت وويل: (( کوم ماشومان چې په کورنو کې دي، له رواني پلوه چوپ او ټولنيز نه دي او په بېلابېلو رواني نارغيو لکه ، کم حوصلګي، تاوتريخوالى، خپګان، د هر چا او هرڅه په وړاندې دناهيلۍ او بدبينۍ احساس، ډار او تشويش او … سره مخ کېږي.))

تفريحي ځايونو ته د ماشومانو بيول، نه يواځې دهغوى په رواني حالت بلکې په فزيکى وضعيت يې هم مثبت اغېز پرې باسي.

د ملالۍ روغتون د نوزادانو سرويس د ماشومانو د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر عتيق الله حليمي وويل،چې په يو چاپريال کې د ماشوم زړه تنګوالۍ د هغه د ناراحتى او انرژي د بايللو لامل ګرځي، نوځکه د ماشوم وزن کمېږي او چټکه وده يې هم ځنډېږي.

دې متخصص زياته کړه،چې زرغون  او ازده چاپريال د ماشوم د راحتي لامل ګرځي او د نوموړي په بېړه وده کې بسنټيز رول لري او د کورنيو له خوا د تفريحي ځايونو په ټاکلو کې دقت اړين دى.

ډاکټرحليمي په داسې حال کې ،چې دماشومانو لپاره د سالمو تفريحي پروګرامونو په برابرولويې ټينګار وکړ ،خو له کورنيو څخه يې وغوښتل، څو ماشومان د ډير وخت لپاره پرې نږدي ،چې خپل وخت له کورڅخه بهر پر بې ځايه لوبو تېر کړي.

نوموړي وويل: ((  هرکار  په ځانګړې توګه په تفريحي کارونو  کې افراط ښه نه دى،کوم ماشومان چې پرله پسې تفريح او ورزش کوي هغه هم مناسب کار نه دى او هغه ماشومان ،چې مدام په کور کې وي او درسونه لولې دا هم غوره کار نه دى، ځکه  بدنې وده يې ځنډېږي او دحافظي ځواک يې هم کمزورى کېږي.))

په ورته وخت کې، کومې کورنۍ چې تفريحي پارکونو ته ځي، خوند ترې اخلي او هغه د خپل تازه والي او خوشالۍ لامل بولي.

د بابر بڼ په يوه ګوښه کې د يوې ګڼې کورنۍ ځوانې نجونۍ ،چې  سلاد او ميوې يې تيارولې، يوې مېرمن چې ځان هما معرفي کوي، وويل،چې د خپلې نوې وداه شوې لور ميلمستيا يې ده او ميلمانه يې بڼ ته رابللي دي.

هغې وويل: (( درې ماشومان مى واړه دي، خاوند مې عادت لري چې د تودوخې په موسم کې په مياشت کې دو ځله اولادونه تفريح ته بيايوو او تېره اونۍ د قرغې بند ته تللي وو.))

هما وويل،ماشومان مې چې باندې کوم شيان ويني دهغه په اړه پوښتنې کوي او د طبيعت د ښکلاوو په اړه ټولګيوالو ته کيسې کوي.

دې مېرمنې زياته کړه،چې خپلو ماشومانو ته د تفريحي فرصتونو او په ښه توګه د ښوونځيو د درسونو زده کولو لپاره ، هڅه کوي.

په بابر بڼ کې بلې مېرمنې ،چې پر شنه چمن يې فرش غوړولى او په تبۍ يې بولاني پخول وويل،له دې  امله چې ماشومان يې پاکه هوا تنفس کړي ، له کور څخه بهر تفريح ته راغلي دي.

دا ميرمن چې شپږ اولادونه لري زياته يې کړه: (( د ښار هوا له دوړو، لوګې او غزلو څخه ډکه ده، نو هڅه کوم ،چې دوى د تفريح دا څو ځايونه ته،که څه هم شمېر يې لږ دى، په اونۍ کې دوه يا درې ځله راولم.))

مريم،چې د تبې پرمخ يې سره شوي بولاني اړول راړول څو ونه سوځېږي په خندا يې وويل: (( کله يې چې يو ماشوم درلود په دې نه پوهېده ،چې خپل ماشوم ته څرنګه د لوبو اوتفريح اسباب برابر کړي او اوس دخپلې لور له ګوښه توب څخه ځورېږي.

د مريم په وينا، اوه کاله وړاندې تفريح ته دتګ شرايط برابر نه وو، نو ځکه يې مشره لور ډېره کم جرئته ده له نورو سره دخبرو پرمهال تر تاثير لاندې راځي ، ګوښه ناسته ده او له همزلو لرېتوب کوي.

مريم دخپلو خبرو په دوام وويل،چې نه غواړي د تفريح او ماشومانو د لوبو په مخنيوي سره ، خپل نور اولادونه له بدني او ذهني ودې څخه وروسته کړي.

د بڼ په ګوښه او کنار کې ډېرى ماشومان ترسترګو کېږي ،چې په غونډو سکو يې لوبې کولې.

کم عمره سوسن ،چې د يوې ونې لاندې پر يوه ډبره ناسته او ايسکريم يې په لاس و، وويل: د خپلو وړو خويندو په ډېر ټينګار سره يې مور دې ته اړ اېسته،څو هغوى بابربڼ ته د تفريح لپاره راولي.

دې ماشومې په خپلو ماشومانه کړنو خپل واړه لاسونه پورته کړل او تر ژبې لاندې يې له ځانه سره څه ويل او ددې پوښتنې په ځواب کې،چې له خداى څخه څه غواړي؟ وويل: (( مور او پلار مى دې ژوندي وي او خير دې وويني ،چې موږ ته پېسې راکوي او دتفريح لپاره مو پاک او زرغون ځاى ته وړ ي.))

دا چې ولي نه کلن ماشوم تر دې بريده له تفريح او پاک چاپريال څخه خوند اخلي؟ وويل: ((  د ښونځي لوست او کورس ته تګ ورته تکراري شوى دى او دښار له ککړې هوا او دوړو څخه تنګ شوې ده او تفريح ته اړتيا لري.

په بابر بڼ کې يوه بله مېرمن شمسيه،چې د چپلي کباب مواد يې برابرول وويل
: (( زه په دې عمر له بڼ او ښاخ څخه خوند نه اخلم ، بلکې د اولادونو له خوشالۍ او ساعتېرۍ څخه خوند اخلم، د خوړو هغه لګښت چې په کور کې کېږي ، هغه دلته کوو په دې خاطر چې د اولادونو فکر مې ښه شي.))

دې مور ، د کورنيو لپاره د مناسبو لږو تفريحي پارکونو ترڅنګ ، په تفريحي پارکونو کې د بې باکه خلکوله شتون څخه هم سروټکاوه.

خو د کابل ښاروالۍ سربېره له دې ،چې  په روان کال کې ،د امريکا د پراختيايي نړيوالې ادارېUSAID په مالي مرسته د  ښار په بېلا بېلو سيمو کې د ١٥ پارکونو د جوړولو خبر ورکوي، د زورواکانو له خوا د شنو سيمو غصب، ددې پروګرام د پلې کېدو په وړاندې سترخنډ بولي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال خوږ من علومي وويل،چې ډېرى شنې سيمې د زورواکانو له خوا غصب شوي دي.

هغه د چان نوم ياد نه کړ ، زياته يې کړه: (( همدا اوس چمتو يوو،چې پارک جوړ کړو، ستونزه دلته ده،داسې ځمکه پېدا کړو چې دغاصبينو له منګلو پاتې وي، ډېرى سيمې چې زرغونې دي او موږ غواړو هلته پارکونه جوړ کړو د زرواکونو له لوري اشغال شوي دي.))

که څه هم د ښاروالۍ دښاري خدمتونو مرستيال ، د نوو پارکونو د ځايونو او لګښت په اړه څه ونه ويل، خو دهغه په وينا د دولتي غصب شوو ځمکو دترلاسه کولو لپاره، هڅې روانې دي.

سرچېنې زياته کړه: چې دمګړۍ په کابل ښار کې ٣٠ تفريحي پارکونه شتون لري،چې کولى شو د خوشحال خان مينې، خيرخانې، احمدشاه بابا پروژې … او داسې نورو نومونه واخلو.

دا په داسې حال کې ده،چې د پژواک د تېرکال د راپور له مخې، په يو شمېر تفريحي پارکونو د نوي ښار، وزير محمد اکبرخان او علاء الدين  په ګډون ، په نشه يي توکو روږدي کسان په کې ژوند کوي او چاپريال په خزلو ککړوي، چې دا وضعيت د خلکو د شکايتونو لامل شوى و.

همداراز د زرنګار پارک له تيرو شاوخوا دريو کلنو څخه د امنيتي ځواکونو له خوا تړل شوى او خلکو ته د استفادې اجازه نه ورکوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.