لور خور او که د افت غوټه؟/ عبدالله مومن

 اول په ټول انسانيت او په خاصه بيا د پښتنو په ټولنه کښې انسان يوازى د نر په بڼه د الله رب العزت په اشرف المخلوق کښې ګڼل شوى!,له حقوقو څخه نيولې بيا د خبرو ترواکه يوازى حقه اوليه د نر پر مدارنو راڅرخى؟ الله خپل مخلوق ته لارښونکى را ليږلى چې تر يولک او څلور ويشت زره کم او زيات دى ټول نارينه دى!!!؟ ټولى غزاګانى د نارينوو په مټ تر سره شوى، ټول فتحات د نارينوو په نوښت منځ ته راغلى، ((مذهبى علما)) نارينه که ګړنګن وو که شپږن برترى يې ترښځو ډيره ده؟، که کوم کس بې چتې حرکت وکړ ټول ورته وايې بزګى بزګى مه کيږى!!!؟؟؟ که ناتوانه کار مخې ته راشى بس همداخبره د هر هيل او ياغى په خوله کى وى ما هم بنګړى نه دى اچولى چې دا کار نشم کولاى؟؟؟ نور خو نور د ښځو نوم او وجود يوازى د پيغور په شکل زموږ په ټولنه کښې کاريږى؟ د بيلګى په توګه، په بدو کى د نجونو ورکړه، زاړه ته ماشومه په نکاح کول، بې پوښتنې او ګرويږنې نامعلوم شخص ته ورکول، ښځه د پرنټر په حيث استعمالول تر څو بچوڼې راوړى؟ ټول هغه نادوده کارونه دى چې پيغور ورته عاجزه ده، ښځه به په دولت،جائداد او پلارنۍ شتمنى کى حق نه لرى؟ اولاد که د لور په شکل پيداسو ټولو پوزې بوڅې نيولى وى؟ د پيغلى او ځوان مرګ او جنازه بيل بيل شکلونه لرى؟ سوال دادى چې ښځه انسان ده او که هسى د نارينوو د جنسى خواهيشاتواډه؟ ښځه لور خور ده او کنه د افت غوټه ده، بس تر اتلس کلنۍ مخکى ځان ورڅخه فارغ کوو؟ که پورتنى نادوده عملونه د نړۍ يا اسلام غلبيل ته واچوو ممکن موږ په سختو ګناکارو کښې حساب شو؟ کيداى شى همدا ښځه زموږ د جهنم لامل شى؟ الله په قران کى فرمايې ښځه د نر جامه ده، نو موږ خو خپله جامه ډيره غلطه تعريفوو، فکر نه کوئ چې موږ د خداى په وړاندى پټ نه بلکى بربنډ يو؟ رسول الله ص په اخيرى خطبه کښې ښځه د کور ډيوه زکر کړى، اياموږ دغه ډيوه په کاڼو نه ده ويشتلې؟ ټول وايو ژوند بې مينې ناممکن ده؟؟؟ که ښځه د غلام په شکل ساتو نو له غلام سره مينه هم ژوند يا د ژوند يوه حيصه ده؟ زموږ د نه پرمختګ يو عمده لامل همدا ښځه ده، چې زموږ نيمايې نفوس ورڅخه جوړ مګر د سيالۍ په ډګر کښې له موږ سره نشته؟ موږ که د خداى په وړاندى بربنډ يو د نړۍ ترمخ هم د علم او کمال په مسلک نه يو پوښلى؟ څومره چې پرموږ فقر او غربت زور کړى لامل يې ښځو ته د انسان په نظر نه کتل دى، که يوه ښځه خپل حق تر لاسه کړى ولى به د هغې اولاد د فقر تر ستونى رسى؟ که يوه ښځه تعليم وکړى ولى به زموږ د بې علمى ګراپ ورځ تر بله پورته ځى؟ که ښځې ته خپل بشرى حقوق ورسيږى ولى به دا ناخوالى په ټولنه کښې تقراريږى؟، داچې نارينه خپل ځان په هره مانا د هرې کړنې اهل ګڼې موږ به نور هم د جهالت کندې ته لويږو،!؟ ښځه د ژوند ملګرى ده چې ژوند بې ملګرى بې مالګى ده، ښځه د کور ډيوه د نسل معمار ده، ښځه هينداره ده چې د نر خاميانى په ګوته کوى، راشئ چې ښځې ته د خپل حقوق تر څنګ د سيالۍ مقام ورکړو ممکن ډير ناځوابه سوالونه مو د حل تر کوره ورسيږى

لیکوال: عبدالله مومن

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.