لومړی او دوهم نړیوال جنګونو کمه ګټه درلوده ؟

لومړی او دوهم نړیوال جنګونو کمه ګټه درلوده ؟

نړویوال جنګونو که څه هم دځانه سره ډیری ورانی درلودی او ډیر انسانان په کښی ووژل سول خو دومره اختراعات چی پدی موده کی سوی دنړی په ټول تاریخ کی هم ندی سوی دلته یی څو دنمونی په شکل لیکم.

۱-اسلحی او مهمات

ټانکونه ، راکیټونه ، کوچینی اسلحی ، جنګی الوتکو نوی ډیزان ، جنګی کیښتی ، ځمکنی جنګی نقلیه واسطی ، بیلوژیکی، کیمیاوی او اټومی وسلی مینځته راتلل

۲- لوجیستک او نقلیه واسطی

پدی دوران کی دترانسپورت ټینکالوجی ډیر پرمختک وکی زیات نوی نقلیه واسطی ، باروړونکی الوتکی ، ځمکنی نقلیه واسطی ، کښتی ، ریل ګاډی او نورو کی زیات پرمختګ مینځته راځی.

۳- مخابرات او استخبارات

پدی دوران کی دمخابراتو په برخه کی چی کم پرمختګونه او نوی وسایل او تکنالوجی چی مینځته راغله نړی یی ترابده دانسانانو داړیکو په نیولو کی بدله کړه پدی دوران کی دریموټ سینسینګ Remote sensing تکنالوجی مینځته راتلل ، دسټلایټونو په مرسته دلاری موندنه ، په استخباراتو کی د ایسپیناژ Espionage برخه زیات پرمختګ وکی ایسپیناژ دجاسوسی تکتیکونو ته ویل کیږی په خانګړی ډول دپوځ او تجارت په برخه کی دی.

پدی دوران کی دولتونو پرپوهنتونو زیات فشار راوړی دوی هم تربل هروخت زیات کار کاوه. دپرمختګونو په برخه کی چی دیادونی وړ دی درادار Radar سیستم مینځته راتلل دی . رادار تکنالوجی دراډیویی څپو په مرسته باندی دشیانو موقیعت معلوموی ددی تکنالوجی څخه زیات کار نظامی قوتونو اخیستی دوی به ددښمن الوتکو موقیعت معلوموی مخکی له مخکی به له بمباری دوی خبر وه چی جنګی الوتکه راروانه ده . دساینس پوهانو هغه ډله چی په جرمنی کی یی راکیټ جوړاوه امرایکاته ولیږدول سول دوی په الباما کی میشت سول هلته یی امریکایانو ته راکیټ سیستم جوړ کړ دغه نوی راکیټ سیستم امریکایی فضانوردان فضا ته وخیژول . بله ستره پروژه چی ډیر زیات اهمیت یی لاره دمناهتن پروژه (Manhattan Project) وه ددی پروژی په نتیجه کی اټومی وسله جوړه سوه. ددی باوجود په طب او ریاضیاتو کی هم دپام وړ پرمختګ راغی په ریاضی کی نوی علم رامینځته سو دغه علم د Operation research په نامه یادسو. پدی علم سره ټول بیځایه لګښتونه کنترول سول که څه هم لومړی کارونه یی په پوځی برخه کی وه خو وروسته ددی علم څخه په تجارت کی زیاته ګټه ورڅخه واخیستل سول ددی علم په راتلو کمپنیو په میلون هاو ډالر وسپمول او بیځایه لګښتونه یی کم سول. که دا جنګونه نوای سوی په دومره سرعت سره به تکنالوجی او دعلم نوری برخی وده نوای کړی. خو دا دامعنی نه لری چی باید جنګ وسی ځکه بدبختی ورسره تړلی ده داصرف پوهان دی چی ګټه تری اخلی نه افغانان.

افغانان چی جنګونه کوی هم خپل ځان ، خپل وطن هرڅه له منځه وړی داخو بیخی امکان نه لری چی دوی دی کمه اختراع وکړی چی دهیواد لپاره ګټمنه وی هرڅه چی کوی بدبختی ورسره تړلی وی نودا زموږ او ددوی ترمنځ توپیر دی. نړوالو چی جګړه وکړه خپل ملک او بشریت ته ګټه هم عینی حال کی ورسوله خو موږ ګوره

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.