لیبیا د سیف الاسلام قذافي د نیولو غوښتنه وشوه
په هیګ کښې د جزا د نړیوالې محکمې څارنوالې پرون د لیبیا د له مینځه تللي ډیکټاټور د زوي سیف الاسلام قذافي د سمدستي نیولو غوښتنه وکړه
فاتو بنسودا په یوه بیانیه کښې وویل: د نیونې هغه حکم چې په ۲۰۱۱ کال کښې د سیف الاسلام قذافي لپاره د بشریت ضده جنایت په وجه صادر شوی، همهغه شان اجرايي دی او لیبیا باید سمدستي هغه ونیسي او د بخښنې د هرډول ادعايي قانونه ورتیر دې د جزا نړیوالې محکمې ته وسپاري.
سیف الاسلام قذافي په ۲۰۱۵ کال کښې د محکمې لخوا د خپل پلار خلاف د ولسي اعتراضانو په ځپنه کښې د لاس لرلو په وجه په اعدام یا پانسۍ محکوم شوی و.
هغه په دغه محکمه کښې موجود نه و ځکه چې د طرابلس د سویل ختیځ په ۱۷۰ کیلومیټرۍ کښې په زنتان کښې د یوې وسله والې ډلې لخوا نیول شوی و.
خو ابوبکر الصدیق وسله والې ډلې تیره شنبه اعلان وکړ: سیف الاسلام قذافي د پارلیمان د بخښنې د قانوني له مخې د جمعې په ماښام ازاد کړی شوی دی.
سیف الاسلام قذافي په همدغه شپه له الزنتان ښار څخه په لیبیا کښې یو نامعلوم ځاې ته تللی دی.