لیکوال او مورخ «قدرت الله حداد»

لیکوال او مورخ «قدرت الله حداد» په ۲۰۱۱ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په ۱۵ ورځ, سهار; یعنې د نن اووه کاله وړاندې په امریکایي ایالت ویرجنیا کې د زړه په سکتې د اتیا کلونو په عمر وفات شوی وو او په ورجینا کی خاورو ته سپارل شوی وو. ددۀ وصیت سره سم کورنۍ او د لاری پیروانو په هیواد کې د حداد فرهاد کلتوري مرکز تر نامه لاندی د (زده کړې, ملي یووالي, غریبو لاسنیوئ, افغان کلتور ساتلو برخو کې) د هیواد په مختلفو ولایاتو کې فعالیت شروع کړی دی ـ

قدرت الله حداد د افغان ملت پال ګوند د موسس غلام محمد فرهاد ورور و. دی په کال ۱۹۳۱ د اکتوبر په لومړۍ نیټې په کابل کی زیږیدلی و, خو پلرنی ټاټوبی ېې د وردګ ولايت پلازمېنه ميدان وو. لومړنۍ او لوړی زده کړی یی هم په کابل کی سرته رسولي چی وروسته له لوړو زده کړو یی په هیواد کي په مختلفو دولتي بستونو دنده اجرا کړه او د دندی تر څنګ یی د هیواد د کلتور او ملي تاریخ ژوندي ساتلو لپاره په زرهاو مقالی او کتابونه ولیکل؛ دی يو افغان ژورنالېست، سياسي څېړونکی، تاريخپوه او ليکوال و’ چې ډېر کالونه يې د افغانستان په چاپي رسنيو کې کار کړی دی. دۀ د ولس له ملي جريدې سره مرستيال, د آينې جريدې مرستيال, د پامير جريدې سرمحرر, د تجارت په اطاقو د خارجي اړيکو سرکاتب او د اقتصاد د جريدې همکار, د مخابراتو ښوونځي کې د پښتو ښوونکي په توگه, د تجارت په اطاقو کې د اقتصاد د جريدې د معاون په توگه, د سرې مياشتې د ټولنې د تبليغاتو د لوی مدير د کفيل په حيث دندې ترسره کړې دي او دغه راز یې د کابل ښاروالۍ پامیر جریدې, انیس جریدې او د اقتصاد د جریدې د مسوول او مرستیال چلوونکي په څوکیو هم کار کړی دی. چاپي اثار یې په ډول دي
(۱) د پښتونولۍ د لارې مشال
(۲) د احمد شاه بابا ميراث
(۳) پښتون، افغان، افغانستان – چاپکال ۱۳۸۰ ل.
د افغان ملي تاريخ (دوه ټوکه)
د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي

حداد صاحب په هیواد او ولس مئین شخص وو او د ملي مفکوري خاوند وو, د هیواد پرمختګ یی ستر ارمان وو خو بدبختانه په هیواد کې د جنګ جګړو شروع کیدو سره سم بندي شو او چې وروسته د بند څخه ازاد شو نو نور کډوالو سره یو ځای پیښور ته په کډه لاړو, د څه وخت تیریدو وروسته له هغه ځایه د خپلې کورنۍ سره امریکا ته لاړ او له هغي ځایه یی د خپل ولس سره د هر راز مرستو لړۍ جاري وساتله او هم یې خپلو لیکنو ته ادامه ورکړه. د حداد صاحب په اړه استاد غضنفر څۀ داسې لیکي:
«احداد صاحب په نېشنلزم مئین و او نېشنلزم په هغۀ وخت کې تر سوسیالیزم بدتره بلا بلل کیده» ـ
لیکوال: وکاس خان ایسپزی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.