مذهبي جنونیت او مشال

مشال د خپل نوم په څېر یو روشنفکره انسان و هغه په تانده ځوانۍ کې وه هغه د پښتون قوم دبيدارۍ لپاره هله ځله کوله مشال ته دا هېڅ د زغملونه وه دا څه چې په لراوبر افغان باندې تېریږي دا کومه لوبه چې د لراوبر پښتون په وینه روانه ده دا دوینو تجارت بندېدل د مشال یوه له سترو ارمانونو څخه و مشال د خلکو په ذهنونو کې د غه سوال اچوه چې پښتون ولې ټارګټ دی د پښتون کور ولې ورانیږي پښتون ولې د هرچا لپاره دسترګو خار ګرځېدلی دی د پښتون جرم څه دی پښتون ته د څه شي سزا ورکول کیږي پښتون ولې له تعلیمه لرې کیږي نه د پښتون جومات په امن کې دی او نه یې حجره ولې ؟ پښتون هم ترهرګر دی او هم د ترهګرۍ ښکار ولې په نوره دنیا کې د څارویو حساب کیږي د پښتون وینه ولې بې حسابه تویږي د پښتون په کور ولې اور بل دی دا دمشال فکر و او په دې اړه مشال سوالونه کول او دا دمشال جرم وه؟

لکه څنګه چې پښتانه د یوې دسیسې له مخې وژلی کیږي دغه شان مشال د یوې سترې تورې دسیسې ښکار شو مشال کافر نه و مشال چاته توهین نه وکړی مشال باندې تر ننه هېڅ ثبوت نه دی پیدا شوی مشال ته دسیسه جوړه شوه مشال د پښتنو مشال وه او په کور دننه د ښمن چې وکتل چې دا ځوان به سبا زما ټوله سوداګري خرابوي نویې لکه د یو شمېرنورو شعوري پښتنو یې مشال هم شهید کړ.

له دې نه وړاندې چې کومه د پښتنو د وینو سوداګري روانه ده هغه هم د اسلام د بدنامۍ لپاره او که مشال شهید کړای شو دا هم د اسلام د بدنامۍ لپاره د مسلمان د بد نامۍ لپاره او د پښتون قوم دبربادۍ لپاره نوره کومه خبره نشته د مشال له چاسره پلرنۍ د ښمني نه لرله او نه یې څوک وژلي و.

که چرته د غه د مذهبي جنونیت ډيکدارن داخبره کوي چې مشال کافر وه نو دا فتوه دوی په کوم ثبوت سره پیش کول غواړي په اسلام مبارک دين کې خو هرڅه ته خپل اصول ټاکل شوي ګواهان موجود ول ؟ نا ثبوتونه جمع شوي و؟ نا فتوه مفتي ورکړې وه؟ نا، دا کوم سلوک چې له مشال سره د مذهبي ډيکدارانوو کړ دا په اسلام کې شته؟ په اسلام کې د مړي سپکاوی شته ؟ په اسلام کې بې ثبوته چاته د مرګ سزا ورکول شته ؟ د اسلام په ټول تاریخ کې د غه شان وحشت او بربریت غندلی شوی دی نو دا څوک وه چې مشال یې هم بې ثبوته شهید کړ او هم یې مړی ورته بې ستره کړه ایا دې خلکو مشال د اسلام لپاره مړ کړ؟ ایا دې خلکو اسلام ښه مطالعه کړی وه په کوم اسلامي کتاب کې د غه ډول وژنو ته جواز ورکړی شوی دی؟

دا لکه د لمر روښانه ده په دې باندې ټول خلک پوهیږي نن چې د مذهب په نوم چې کوم جنګونه روان کړي دا د اسلام او د مسلمان د بدنامۍ په خاطر دی خو په دې هڅه کې دوی ناکام دي چې اسلام بدنام کړي ځکه چې د اسلام ساتنه الله ج کوي خو په دې کې شک نشته چې مسلمان یې بدنام کړ مسلمان یې په ټوله نړۍ کې د غو سپکو خلکو سپک کړ نن مسلمان د یوه وحشي په توګه نور خلک پيژني دا چې مسلمان یې بدنام کړه هغه ۵۰۰۰ کلن پښتون یې بدنام کړ او هغه چا بدنام کړ چې نیکونو ته یې کلیمه زموږ نیکونو ښودلې ده د لمانځه چل ورته زموږ نیکونو ښودلی دی.

مذهبي جنونیت چې همداسې روان وي او هر سوډر دې پاڅي او د قران مبارک ایات دې د خپلې ګټې پاخطر تفسیر کوي او بل به ورباندې کافر کوي.

دې خلکو له اسلام نه داسې چاړه جوړه کړې ده چې ځان ته ورباندې مڼې سپینوي او د نورو په خېټه یې منډي.

په پاکستان کې چې څومره مذهبي ډلې دي دوی ټول ترهګرپالي ترهګرو سره مرسته کوي.

د ذهني ترور په برخه کې د اسلام مبارک دین د بدنامۍ ناکامه هڅه د مسلمان د بدنامۍ هڅه او د پښتون د بدنامۍ کامیابه هڅه او دې ته ورته نور شر او فساد چې په پاکستان کې روان دی مخکښان او ډيکداران یې د پاکستان مذهبي ډلې ټپلې دي.

نو موږ ته ددغو خلکو په وړاندې څه کول پکار دي؟

تر کومې به موږ د پاکستاني مذهبي جنونیانو د شومو هدفونو ښکاریو او ترکومه به دوی پرموږ د ملحد او کافر فتواګانې ورکوي او تر کومې به دغه له ځانه او له اسلامه نا خبره ولس ددوی شومې موخې پرمخ وړي؟ موږ تعلیم یافته قشر ته پکار ده چې ددې ترهګرپالو پرخلاف غږ وچت کړو او ددوی په وړاندې یو ځواک جوړ شو کنه نن که د اقبال مشال شهید کړی شو سبا زموږ او ستاسې نمبر دی ددوی خو کاروبار په وینو روان دی هغه که ستا وي که زما بس چې ددوی دوکانداري او د وحشت او بربریت ژرنده ورباندې چلیږي دوی د چا پروا نه ساتي او نه یې ساتلي. ددوی د شوم هدف او نامسلماني یو څو لنډ دلیله وړاندې کول غواړم.

روس چې کله افغانستان ته راغی دې مذهبي ډلو څه شور جوړ کړی و چې هله کفارو په اسلام تیر کړی د روس خلاف یې غږ وچت کړ له امریکی نه به یی مرسته غوښته او روس به یې ورباندې ځپه ځکه چې امریکا دا مرسته ددې په خاطر کوله چې د هغې مسلمان ورور پاکستان ورنه غوښتنه کړې او بل امریکا د افغانانو له غمه مړه وه پرون روس کافر وه نن چې وزیرستان کې چکرې ورکول کیږي نن همغه روسان مسلمانان دي د خندا خبره خو ځکه ده چې امریکا د هغو طالبانو پرخلاف چې مولانا فضل الرحمن خپل چڼي ګڼل راپورته شوه دوی ځانونه غلي نیولي و او چڼي ورنه امريکې ووژل دوی ولې چوپ وه ما مخکې هم وویل چې دا د انسانانو سوداګر دی دا د پښتون قوم ستراتیژيک د ښمنان دي دوی ته که دلرافغان وینه په لاس ورشي که د بر افغان دوی ته د افغان وينه پکار ده دوی نه له اسلام نه خبر دی او نه له اسلامي اصولونه خبر دی بس دوی له دې نه ځان خبرول غواړي چې چرته څومره د افغان وینه تویه شوه بس.

نو که دوی ظالمان دي نو موږ چې ددوی ظلم او جبر په سر سترګو منلی بیا خو موږ تر دوی زیات ظالمان یو ظلم کول هم ظلم دی او ظلم منل تر دې زیات ظلم دی.

لایبه یوسفزۍ

لوی افغانستان اونیزه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.