مذهبی ترهګرې ډلې داعش په جوزجان ولایت کې دولس ښونځي وران کړي

د داعش ترهګرې ډلې غړو د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کښې ۱۲ ښوونځي ویجاړ کړي دي

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال باز محمد داور وویل: وران شوي ښوونځي د درزاب ولسوالۍ په هغو سیمو کښې دي چې د داعش تکفیریانو په ولکه کښې دي.

په عین حال کښې په درزاب ولسوالۍ کښې نور شپاړس ښوونځي هم داعشیانو نیولي او دغه ترهګره ډله په یادو ښوونځیو کښې افغان ماشومانو ته د ترهګرو حملو، د وسلو د کارولو او د خلکو د وژلو او سر غوڅولو روزنه ورکوي.

له دې مخکښې هم د افغانستان په غور ولایت کښې د داعش لخوا افغان ماشومانو ته د ترهګرو حملو د ورزده کولو فلمونه خپاره شوي وو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.