مردان ، پيښور او نوښار کې د بجلۍ د لوډشډنګ پرضد لاریونونه، په عمران خان کلکې نیوکې

د تي این این د راپور په اساس مردان، پيښور او نوښار کښې د بجلۍ زیات لوډشیډنګ خلاف احتجاجې مظاهرې شوي. مردان کښې د مظاهرې مشري د پاکستان پيپلز پارټۍ مقامي مشر خواجه محمد خان هوتې کوله او په دې موقع مظاهره چیانو مصروف تجارتي مرکز پاکستان چوک کښې ټائرونه سوزولو سره سړک هم بند کړی وو. مظاهرې ته وینا کښې خواجه محمد خان اوویل چې مسلم لیګ نون حکومت د لوډشیډنګ ختمولو لپاره لوئي لوئي دعوې کولې ولې څلور کاله اقتدار کښې ئي هم دا مسئله نه ده حل کړې. دوي دهړکه ورکړه که مردان کښې د بجلۍ لوډشیډنګ کم نه شو په احتجاجې توګه د واپدا هاؤس اختیار په خپل لاس کښې اخلي. دوې د لوډشیډنګ په شمول د پښتنو ټولې مسئلې نه حل کولو باندې په عمران خان هم ټکونه اوکړل چې صرف د پنجاب تخت پسې شوی دی. د زیات لوډشیډنګ خلاف ڼ د نوښار بدرشي او پيښور ګلبرګ سیمې هم احتجاجې مظاهرې کړي دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.