مردان کې د درې زره ځایي خلکو شناختي کارډونه بلاک کړل شوي

د ټی این این د راپور په اساس د مردان ډپټي کمشنر د نادرا مقامي افسرانو ته هدایات ورکړې چې د ضلعې بلاک شوې شناختې کارډونو په اړه کار زر تر زره سر ته اورسوي. ڼ په دې اړه د ډپټي کمشنر عمران حامد شیخ په مشرۍ کښې یوه غونډه اوشوه چې پکښې د ضلعې انتظامئی مشرانو، د نادرا اسسټنټ ډایریکټر، د آئي ایس آئي او پولیس ذمه دار افسرانو او نورو متعلقه ادارو غړو شرکت اوکړو. په دې موقع اوویل شول چې ضلع کښې د دوه زره اته سوه او اووه پنځوس شناختې کارډونه د شک په بنیاد بلاک کړی شوي چې له وجې ئی متاثرین ستونزو سره مخ دي. په دې موقع ډپټي کمشنر د نادرا اسسټنټ ډايریکټر ته هدایات جاري کړل چې د ضلعې بلاک شناختې کارډونو په اړه کاروائي زر تر زره سر ته اورسوې او چې د کوم کسانو په کاغذونو کښې څه لانجې نه وې هغه دې جاري کړي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.