مردان کې د کرکټ یو لوبغاړی د بال لګیده له عمله مړ شوی

د مردان کاټلنګ سیمه کښې د کرکټ دوران یو لوبغاړې په بال لګیدو له وجې مړ شوے دے. د ریسکیو زریعو تر مخه تیره ورځ نجې کرکټ اکیډمۍ کښې مقامي لوبغاړي زبیر شاه بیټنګ کولو چې دې دوران په هارډ بال په سټ لګیدو له وجې ژوبل شو. زبیر شاه هسپتال ته د وړلو په وخت په لار ساه ورکړې ده. د زریف ډهیرۍ اوسیدونکې زبیرشاه د یوولسم جماعت طالبعلم وو او کرکټ زده کولو لپاره تیرې څه مودې راهسې سر ناظم نومې دغه اکیډمۍ سره تړلې وو. د اکیډمۍ چارواکو تر مخه لوبې په وخت زبیر شاه هیلمټ اچولې وو ولې د یو فاسټ باؤلر په بال په سټ لګیدلې وو او ریسکیو چارواکو تر مخه هغه د رګونو ژوبل کیدو له وجې مړ شوې دې. دغه اکیډمي د قامي کرکټ ټیم نوموړې لوبغاړي فخر زمان د سخر ملکیت دے. د مړ شوي لوبغاړي زبیر شاه پلار محمد شاه د ایف آئی آر درج کولو نه انکار کړې او وئیلې ئي دي چې دا صرف یو حادثه وه.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.