مردان کې د کينسر روغنتون جوړولو تړون لاسليک شو

پاکستان ايټامک انرجي کميشن مردان کښي د کينسرمريضانو علاج لپاره د سرکاري هسپتال جوړولو معاهده لاس ليک کړي ده۔ کميشن دغه د جديد ډول هسپتال د باچاخان ميډيکل کالج په مرسته جوړوي۔ دي سلسله کښي کميشن د ډائريکټر زاهد علي په مشرئ کښي تيره ورځ د مردان دوره کړي چرته ئي چي د باچاخان ميډيکل کالج چارواکو سره يوه معاهده لاس ليک کړه۔ دي محال باچاخان ميډيکل کالج هسپتال لپاره شپيته کناله زمکه کميشن ته حواله کړه۔ د باچاخان ميډيکل کالج ډين پروفيسرډاکټرمحمد اسرار اوويل چي د کينسرهسپتال به د مردان اولس لپاره يو تحفه وي چرته به چي مريضانو ته د علاج ټول سهولتونه ورکولي شي۔ د باچاخان ميډيکل کالج وائس پرنسپل ډاکټرجميل ټي اين اين ته وئيلي دي چي په دي هسپتال به دوه اربه روپو نه زيات لګخت راځي او تعميراتي کاربه ډير زر شروع کړے شي۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.