مري سیمه کې ځانګو پریوتو پېښه کې دولس سیلګري مړه شوي

 مري سیمه کښې د ځانګو کندې ته پریوتو پيښه کښې دولس کسان مړه شوي دي. د پولیس وینا ده چې د چهره پاني سیمه کښې دغه ډولی چئیر لفټ یعنې ځآنګو مقامي خلکو پخپله جوړه کړي وه کومه به چې د شارټ کټ په توګه لوئي سړک ته وتلو لپاره استمالیده. د معمول په رنګ نن هم څه کسان دغه ځانګو کښې سړک ته پوریوتل ولې رسۍ شلیدو له وجې په سلګونو فټه ښکته کندې ته پریویوتل. مقامي خلک وائي چې د پيښې ښکار شوې دیارلس کسان ئي هسپتال ته رسولي چې پکښې ډاکټرانو د لس د مرګ تصدیق کړي ولې دوؤ نورو پکښې هم روستو ساه ورکړي ده. ډاکټران پاتې زخمې حالت هم مرګونی ښائي. مقامي خلکو تر مخه دغه کسان خېبرپښتونخوا ته کرکټ میچ لپاره روان وو. د پنجاب وزیراعلی د پيښې تحقیقاتو حکم ورکړی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.