مسلميار د ننګرهار حکومتی چارواکو ته ګواه وکړ

د افغانستان د  مشرانو جرګې رييس وايي، د ننګرهار هغه مسوولين چې په دنده کې غفلت کوي او په سمه توګه يې پرمخ نه شي وړی، له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې د قانوني اجراتو په موخه  ور وپېژندل شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار چی  په جلال اباد ښار کې یي  يوې خبري غونډې  ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې د ننګرهار ولايت دامنيتي حالت دارزونې په موخه يې جلال اباد ته سفر کړى دى.

نوموړي دا سفر په داسې حال کې کړى چې په دې وروستيو کې  د جلال اباد ښار او په ټوليزه توګه د ننګرهار ولايت امنيت ډېر خراب شوى او هره ورځ په کې د نورو نا امنيو ترڅنګ هدفمني  وژلي  ترسره کېږي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې د دغه ولايت اوسېدونکي او فعالان پر ځايي ملکي او امنيتي چارواکو او په مرکز کې د ننګرهار پر استازو سختې نيوکې کوي، چې د دغه  ولايت د امنيت لپاره يې کوم اقدامات نه دي کړي.

د مشرانو جرګې رييس وويل، د ننګرهار ولايت له ملکي او امنيتي چارواکو سره يې ليدلي او د امنيت د ښه والي لپاره يې د هغوى وړانديزونه اورېدلي دي.

هغه زياته کړه، دغه وړانديزونه به په مرکز کې د ملي امنيت عمومي رييس او د کورنيو چارو له وزير سره د حل په موخه شريک کړي.

مسلميار وويل، امنيتي ادارو ته يې سپارښتنه وکړه، تر څو هغه کسان چې په خپله دنده کې غفلت کوي او دنده پرمخ نه شي وړی، له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې د قانوني اجراتو په موخه  ور وپېژني.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.