مشال خان قتل کيس کښې نور اته ملزمان نيولى شوى

مشال خان قتل کيس کښې نوراته ملزمان نيولى شوى چې ورسره د ګرفتار ملزمانو شميره دوه ديرش ته رسيدلې ده بلخوا وړاندې نه نيولى شوى ملزم فرحان د مردان مجسټريټ عدالت کښې اعتراف جرم هم کړېدے
د مردان پوليسو وينا ترمخه د عبدالولى خان يونيورسټۍ پيښه کښې ککړ نور اته ملزمان نيولى شوى دى چې ورسره تر دې دمه نيولى شوى د ملزمانو شميره دوه ديرش ته رسيدلى ده
پوليس مخکښې وائى چې دمشال خان قتل کيس پلټنې جارى دى او ټول ملزمان نيولو لپاره چهاپے دوام لرى
بلخوا دغه کيس کښې ګرفتار فرحان نومې ملزم د مردان مجسټريټ عدالت کښې خپل بيان ريکارډ کړېدے
فرحان خپل بيان کښې د مشال خان د قتل اعتراف کړېدے

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.