مقابل لوري ته ځان قوي ښودلو لپاره ورزش ډېر مهم دی

د ډېرو نارینه وو یوه لویه اندېښنه د خپل جنسي قوت په اړه وي. ډېر فکر کوي چې ژر انزال کېږي. خو علمي څېړنې وايي که څوک تر یوې دقیقې په لږ وخت کې انزال یا په عامه اصطلاح خلاص شو، ستونزه لري کنې دغسي نه ده.

له دې سره سره چې حقیقت همداسي دی ډېری نارینه غواړي چې مقابل لوري ته ځان قوي وښيي او ژر خلاص نه شي.

په امریکا کې شوې څېړنې وايي چې د دې لپاره چې نارینه له دې ستونزې خلاص شي تر ټولو اسانه او بې ضرره لار یې دا ده چې د ادرار کولو په مهال څو ځلي متیازې بندې او بېرته دوام ورکړي.

دوی وايي که څو ځلي ادرار د ۴ یا ۵ ثانیو لپاره ودرول شي نو د مثانې او د ادرارو د کنټرول عضلې غښتلي کېږي. د دغو عضلو پیاوړتیا د ژر انزال کېدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

دوی وايي چې نارینه دې د ورځې څو ځلي دا تمرین وکړي او له یوې مودې وروسته دې نتیجه وګوري.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.