موسمياتو محمکي د پښتونخوا او فاټا ځني سيمو کې د باران وريدو امکان څرګند کړی

د موسمياتو محکمي راتلونکي شوا روز کښې ملاکنډ، هزاره ډويژنو پشمول پيښور، مردان، کوهاټ او ډي آئي خان کښې د باران وريدو امکان څرګند کړي دي ولي فاټا کښې صرف پاړا چنار کښې د باراب طمع ده۔ پيښور کښې ڼ زيات نه زيات درجه حرارت اته ديرش ډګري سنټي ګرډ ريکارډ کړي شوي دي۔

بل خوا د ټی این این د راپور په اساس د پښتونخوا صوبي انتظامي اداري پي ډي ايم اے د پشکال بارانونونه مخکښي لس ضلعي حساسه ګرځولي دي او د سيلاب ممکنه تباهئ نه بچکيدو لپاره ئي منصوبه بندي کړي ده۔ د پي ډي ايم اے ډائريکټرجنرل محمد خالد تيره ورځ پيښور کښي يو خبري غونډي په محال وئيلي دي چي پي ډي ايم اے د صوبي مختلفو ضلعو انتظاميو ته اووه څلويښت کروړه او شپږ ديرش لکه روپئ جاري کړي دي۔ دوي زياته کړي ده چي پيښور، چارسده، نوښار، ډيره اسماعيل خان، چترال، سوات، شانګله بره او کوز دير او اپر او لوئر کوهستان کښي د سيلاب خطرات موجود دي نو ځکه دي ضلعو کښي د بنيادي ضرورت ټول څيزونه وړاندي نه رسول شوي دي۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.